د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې روزمیري ډيکارلو له اسلامي امارته غوښتي چې د افغانستان په تړاو د دوحې په درېیمه غونډه کې ګډون وکړي.
د ارګ د خبرپاڼې له مخې، روزمیري ډيکارلو زیاته کړې چې دا غونډه به له نړۍ سره د افغانستان د اړیکو د پراختیا لپاره یو ښه فرصت وي.
د دغې خبرپاڼې له مخې، مولوي عبدالکبیر د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون د اسلامي امارت د شرطونو په منلو پورې مشروط بللی او د افغانستان لپاره یې د ځانګړي استازي ټاکل هم غیر ضروري بولي.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي:«د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیالې د دوحې راتلونکې ناستې په اړه د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال ته معلومات ورکړل وې ویل، د دوحې ناستې ته د نړۍوال بانک په ګډون د یو شمېر نړۍوالو سازمانونو او هېوادونو استازي هم دعوت شوي دي. هغې د افغانستان اسلامي امارت ته هم په دې ناسته کې د ګډون بلنه ورکړه او زياته يې کړه، د ګډون لپاره د افغانستان اسلامي امارت شرطونه درانه نهدي او هيله يې وښوده، چې د اسلامي امارت پلاوی هم پهکې برخه واخلي.»
د سیاسي چارو شنونکي محمد حسن حقیار د دغې غونډې په هکله طلوعنیوز ته وویل:«دا ډول غونډې له نړۍ سره د افغانستان د دوستانه اړیکو لپاره زمینه برابروي او دا غونډه د دې لامل کېږي چې د دوحې په غونډه کې اسلامي امارت هم ګډون وکړي.»
مېرمن ډيکارلو د هېواد له پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي روغې جوړې د عالي شورا له رییس عبدالله عبدالله سره په جلا جلا کتنو کې د دوحې د غونډې تر څنګ سولې اوملي تفاهم ته درسېدو په تړاو هم خبرې کړې دي.
له دې سره هممهاله، د متحده عربي اماراتو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحدو ایالتونو ځانګړي استازي د دغه هېواد د سیاسي چارو له مرستیالې لانا نصیبې سره په کتنه کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک کې پر پلې کېدو خبرې کړې دي.
د پوهنتون استاد ذکي الله محمدي طلوعنیوز ته وايي:«هغه وخت اغېزمنې پرېوځي چې ټول هېوادونه د اسلامي امارت پر وړاندې یو نظر شي او د دغه نظر پر بنسټ، ځانګړی استازی وګوماري او استازی له هغوی ټولو سره په همغږۍ خپلې موخې مخته یوسي.»
د سیاسي چارو شنونکی جنت فیهم چکري هم څرګندوي:«اصلي دنده یې دا ده چې د افغانستان پېښې په خپلواکه توګه وارزوي او په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د ادغام لپاره کار شوی او توماس وېسټ هم په ځلونو ټينګار کړی چې د افغانستان قضیه باید د ملګرو ملتونو سازمان له لارې حل شي.»
پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي سیاسي مرستیالې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي و چې، د دوحې په راتلونکې غونډه کې به د افغانستان په تړاو د نورو موضوعګانو ترڅنګ د مالي مسایلو، بانکي چارو، له نشهيي توکو سره د مبارزې او د اقلیمي بدلونونو په تړاو هم خبرې وشي.