Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د سیګر ادعا؛ د اسلامي امارت بنسټونو ته ۱۰٫۹ مېلیون ډالره ورکړل شوي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي جان ساپکو ویلي چې امریکا د ۲۰۲۱ زیږدیز کال د اګسټ له میاشتې تراوسه، د اسلامي امارت بنسټونو ته ۱۰ مېلیونه او ۹۰۰ زره ډالره ورکړي دي.

د راپور پر بنسټ چې د نظرپوښتنې پر بنسټ چمتو شوی، هغه بهرني بنسټونه چې په افغانستان کې پروژې پلي کوي، دغه پیسې یې د ګمرکونو، مالیاتو، د برېښنا د لګښت، او ځينو نورو لګښتونو کې لګولې دي.

د سیګر د راپور له مخې، له ۶۵ هغو بنسټونو له ډلې چې په افغانستان کې پروژې پلې کوي ۳۸ بنسټونو یې د سیګر پوښتنو ته ځوابونه ویلي دي.

د اقتصادي چارو شنونکی سیر قریشي په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«که‌چېرې دا له هغو مالیاتو دي چې دغو ارګانونو تړونونه لاسلیک کړي، چې باید مالیې وزارت ته یې ورکړي، یا د برېښنا لګښت یا نورو لګښتونه چې په دولت پورې اړوندېږي، فکر کوم چې قانوني دي.»

بلخوا، د اسلامي امارت ویاند د سیګر دغه راپور ردوي او وایي چې، د اقتصاد وزارت له لارې یوازې د مرستندویو بنسټونو فعالیت څارل کېږي او د هغوی په لګښتونو کې هېڅ ډول دخالت نه‌لري.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد وايي:«اسلامي امارت په هېڅ اداره کې له بهرنیو پیسو استفاده نه‌ده کړې او همدارنګه نړۍوالې موسسې په خپلو کارونو کې واک لري. اسلامي امارت یوازې د اقتصاد وزارت له لوري د موسسو پر فعالیتونو عمومي څارنه لرلې ده او د هغوی په داخلي چارو او لګښتونو کې هېڅ ډول لاسوهنه نه‌ده کړې او دا ادعا ناسمه ده.»
 
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال عبداللطیف نظری له افغانستان سره د امریکا د مرستو په هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د افغانستان له خلکو سره د امریکا بشرپاله او پراختیايي مرستې یوازې ۲٫۸ مېلیارده ډالره دي. پاتې نور موردونه چې د ادارې، تشریفاتو، تجملاتو، لېږد او د امریکا د دوستانو د ځای ابعاد دي، د افغانستان له خلکو سره په مرستو کې نه‌شمېرل کېږي.»

له دې سره هم‌مهاله، د اقتصادي چارو ځيني شنونکو له بهرنیو بنسټونو د مالیې اخیستل مهم بولي او وايي چې په هېواد کې د مرستندویو بنسټونو زیاتېدل او د هغو فعالیت د هېواد د اقتصاد په ګته دی.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالظهور مدبر په دې هکله څرګنده کړه:«په هره کچه چې په افغانستان کې د مرستندویه بنسټونو فعالیت ډېر وي، د هېواد د اقتصاد په ګټه پرېوځي او په هېواد کې د نغدینګۍ د زیاتوالي لامل کېږي.»

درې اوونۍ وړاندې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي پلټونکي دفتر یا سیګر په خپل درې میاشتني راپور کې ویلي و چې، په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې امریکا له افغانستان سره ۱۷ اعشاریه ۱۹مېلیارده ډالره مرسته کړې ده.

د دغه راپور له مخې، پر دې سربېره چې په سویس کې په اماني صندوق کې د افغانستان بانک درې اعشاریه پنځه مېلیارد ډالره یې د امریکا په مرستو کې شمېرلي دي، د دغو پیسو دوه اعشاریه اته مېلیارده ډالره د افغانستان پر بشري او پراختیایي مرستو لګول شوي او لس اعشاریه ۸۹ مېلیارده ډالره هم د افغان کډوالو د لېږدونې، بیا مېشتېدو او استوګنې پر پروګرام لګول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه