بامیان کې پر بهرنیو ګرځندویانو برید ته د غبرګونو په دوام، د اسلامي هېوادونو همکاریو سازمان ویلي چې د دغه برید عاملان باید مجازات شي.
د اسلامي همکاریو سازمان د دغه برید له غندو سره ویلي:«د دغه برید عاملین باید هر څه ژر عدالت ته وسپارل شي او د دا ډول بې منطقه بریدونو تر شا پلانونکو او واقعي انګیزو معلومولو لپاره اړینې څېړنې وشي. د اسلامي همکاریو سازمان په کابل کې له اوسنیو چارواکو غواړي چې په افغانستان کې د هر ډول ترهګریز ګواښ لهمنځه وړلو لپاره هڅې وکړي.»
ورته مهال د روسيې د بهرنیو چارو وزارت هم په یوې اعلامیه کې پر بهرنیو سېلانیانو برید په اړه اندېښنه څرګنده کړې او له خپلو وګړو يې غوښتي چې افغانستان ته سفر ونه کړي.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي:«د افغانستان په اوسني خراب امنیتي وضعیت کې د روسيې د بهرنیو چارو وزارت په جدي توګه سپارښتنه کوي چې روسي وګړي دې افغانستان ته د خپلو شخصي موخو او سیاحتي سفرونو څخه دې ډډه وکړي.»
بل خوا د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې، د دې پېښې په اړه څېړنې روانې دي او بهرنیو سیلانیانو ته ډاډ ورکوي چې، په افغانستان کې د دوی امنیت تامین دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاتوي:«په بامیان کې پر ګرځندویانو د برید په هکله څېړنې روانې دي؛ تراوسه پای ته نهدي رسېدلي؛ خو ډاډه یم چې څېړنې وروستۍ کېږي او مجرمان به په سزا ورسېږي.»
د پوځي چارو شنونکی صادق شینواری وايي:«کهچېرې په افغانستان کې پر ګرځندویانو دا ډول بریدونه تکرار شي، د افغانستان او د نړۍ د هېوادونو پر ډپيلوماټيکو اړیکو به منفي اغېزې وکړي. امنیتي بنسټونه باید د دغو بریدونو مخه ونیسي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید اکبر اغا هم داسې لیدلوری لري:«د اسلامي امارت مخالفان نهغواړي چې په افغانستان د نړۍ په کچه امنیت تامین شي او هڅه کوي چې افغانستان نړۍ ته بې ثباته ثابت کړي.»
په بامیان کې د تېرې جمعې په ورځ بهرني سیلانیان او ملکي وګړي د برید موخه وګرځېدل چې، له امله يې د ۳ بهرنيو وګړو په ګډون ۳ تنه نور ملکي وګړي ووژل شول.