د پرمختللو امکاناتو د نشتوالي له امله، د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ پنځه تنه اوسېدونکي لاهم نادرکه دي.
د سیمې اوسېدونکو طلوعنیوز ته ویلي چې له لومړنیو امکاناتو سره یوازې د څه باندې ۴۰ مړو پر ایستلو بریالي شوي دي.
د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ اوسېدونکی ضیاالحق وايي:«څلور تنه نور مو ژوندي راوایستل د سهار تر ۴ بجو ژوندي وو؛ خو یو ډاکټر مو نهدرلود چې د هغوی درملنه یې کړې وای لږ تر لږه اکسیجن یې ورکړی وای.»
د کورنۍ د ۱۲ غړو له لاسه ورکولو غم د دغه سړي ملا ماته کړې.
۴۵ کلن محمد سخي چې د فاریاب د بلچراغ ولسوالۍ د قورچي کلي اوسېدونکی دی، د درېیو ورځې وړاندې ویجاړونکو او مرګونو سیلابونو کې یې د کورنۍ غړو له لاسه ورکولو سربېره د ژوند ټول شته یې له لاسه ورکړي دي.
هغه وايي د لومړنیو امکاناتو او د سیمې اوسېدونکو په مرسته یې تر دې دمه د کورنۍ د ۹ غړو جسدونه یې له ویجاړیو راویستلي او د یوې مېرمنې، یو ماشوم په ګډون د کورنۍ درې غړي لاهم ورک دي.
محمد سخي زیاته کړه:«۱۲ تنه ورک شوي وو؛ ۹ تنه یې راوایستل او درې تنه تراوسه تر کنډوالو لاندې دي.»
خو د فاریاب سیمهییز مسوولان وايي له شته امکاناتو په ګټنې یې د جسدونو راویستنې په برخه کې مرسته کړې خو دغلته شته ستونزو ته د رسېدنې په موخه له مرکزي حکومت او ملاتړو بنسټونو د مرستې غوښتنه کوي.
د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس شمسالدین محمدي طلوعنیوز ته وویل:«موږ ډېر امکانات نهلرو؛ خو لږ لږ هڅه کېږي څو هغه څه چې په وس کې دي، ترې کار واخلو.»
له ویجاړونکو سېلابونو د درې ورځو په تېرېدو لاهم د فاریاب بلچراغ ولسوالۍ قورچي کلي داسې کورنۍ شته چې د خپلوانو ورک شوي جسدونه یې نهدي موندلي.