Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

وروستیو ورښتونو د جام منار د نړېدو د احتمال په تړاو اندېښنې زیاتې کړي

د غور سیمه‌ییز مسوولان وايي د وروستیو سېلابونو له امله د غور تاریخي جام منار په جدي توګه زیانمن شوی دی.

د دوی په خبره د هریرود سیند اوبه منار ته د ننه شوي او په خبره یې، که په بېړني ډول د اوبو ایستلو او استحکام چارې پیل نشې د دې ۸۰۰ کلنې تاریخې ابدې د نړېدو احتمال شته دی.

د غور د اطلاعاتو او فرهنګ رییس عبدالحی زعیم وايي:«سېلابونه پر منار ورغلي او د خښتو د درزونو له لارې منار ته ننوتلې دي، اوس د منار درزونه د تېر پرتله زیات شوي او دا وضعیت ډېر اندېښمنونکی دی.»

د سیمه‌ییزو مسوولانو په خبره تر دې دمه سرپرست حکومت او د ملګروملتونو کلتوري او علمي ادارې یا یونسکو د جام منار ژغورنې په پار هېڅ ګام نه‌دی پورته کړی.

ویل کېږي چې د هرات - غور لویې لارې خرابوالي او هریرود سیند کې د اوبو ډېرېدو له امله د جام منار ته ورتګ ستونزمن شوی دی.

ورته مهال، د غور ځینې فرهنګیان او اوسېدونکي له سرپرست حکومت او اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د دغه تاریخي منار د ویجاړېدو مخه ونیسي.

غور کې فرهنګي فعال ذبیح‌الله وفا وايي:«د جام لرغونی منار چې په افغانستان کې یو له تاریخي ارزښت لرونکو ځایونو څخه دی په یوه ډېر خراب وضعیت کې دی او له نړېدو سره مخ دی.»

د غور اوسېدونکی عبدالظاهر زاهد څرګندوي:«موږ هیله لرو چې حکومت او او کلتوري بنسټونه د جام منار د نړېدو د مخنیوي په برخه کې مرسته او همکاري وکړي.»

د جام منار د نړۍ پخوانۍ او تر ټولو لوړ د خښتو منار بلل کېږي. دا تاریخي ابده په ۲۰۰۲ زیږدیز کال کې د ملګروملتونو کلتوري او علمي ادارې یا یونسکو د فرهنګي میراثونو نوملړ کې ثبت شوی دی.

یو شمېر فرهنګیان خبرداری ورکوي چې د غور جام منار نړېدل د یو ویاړلي او تاریخي تمدن د نړېدو په معنا دي.

د فرهنګي مسایلو کارپوه اسدالله یوسفي وايي:«د منار جام نړېدل د یوه کلتور او تمدن د نړېدو په معنا دي. څو زره کلن تمدن چې له ځان سره معماري، کلتور، ادب، دودونه او ادبیات لري.»

د غور جام منار د ۶۵ مترو لوړوالي سره له ۸۰۰ کلونو ډېر تاریخي مخینه لري. د خښتو دا منار د سلطان غیاث‌الدین غوري د سلطنت پرمهال جوړ شوی. د غور جام منار د فیروز کوه ښار ۷۰ کیلومترۍ واټن کې په شهرک ولسوالۍ کې موقعیت لري.

د غور ځینې فرهنګیان او اوسېدونکي له سرپرست حکومت او اړوندو نړۍوالو بنسټونو غواړي چې د دغه تاریخي منار د ویجاړېدو مخه ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه