د ملګرو ملتونو سازمان وايي چې، د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه به تر راتلونکې یوې میاشتې جوړه شي.
د دغه سازمان د خبرپاڼې پر بنسټ، د دغه سازمان د سر منشي مرستیالې کابل ته د سفر پرمهال د اسلامي امارت چارواکو ته بلنه ورکړې چې په دغې غونډه کې ګډون وکړي.
د دغې خبرپانې پربنسټ د دغه سازمان مرستیالې د افغانستان اوسني حکومت له ځینو چارواکو سره د کتنو چورلیز د دوحې راتلونکې ناسته وه چې د جون له ۳۰ مې د جولای تر لومړۍ نېټې جوړېږي.
د ملګروملتونو د سرمنشي په خبرپاڼه کې راغلي:«مېرمن ډي کارلو د افغانستان د بېلابېلو ننګونو په هکله له لوریو سره خبرې کړې دي. د دغه سفر پرمهال افغان شریکان د دې غوښتونکي شول د نړۍوال ګډون لپاره په هره تګلاره کې دې، بشري، اقتصادي او پرمختیا ستونزو ته چې افغانستان ورسره مخ دی، پاملرنه وشي. د سر منشي مرستیالې افغانستان کې د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د مېرمنو زدهکړو محدودیت په هکله بحث کړی دی.»
د ملګروملتونو د سر سرمنشي ویاند اسټېفن دوجاریک ویلي:«هغې د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ته مخکې له مخکې بلنه ورکړه چې، د ځانګړو استازو ناسته کې ګډون وکړي، د دې ناستې موخه له افغانستان سره په منسجم ډول د نړۍوال تعامل ډېروالی، همغږي او پرمختللی جوړښت دی.»
خو د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي د دوحې درېیمې غونډه کې د اسلامي امارت د پلاوي ګډون تر بحث لاندې دی او که د سرپرست حکومت شرایط ومنل شې په دې ناسته کې به ګډون وکړي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي:«کله چې د ملګرو ملتونو سازمان مرستیاله کابل ته راغلې وه، یو له بحثونو یې دا و چې اسلامي امارت د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي او اسلامي امارت پر دې موضوع بحث کوي کهچېرې په دې غونډه کې د اسلامي امارت شرطونه ومنل شي په هغې کې به د ګډون پرېکړه وشي.»
د سیاسي چارو ځينې شنونکي د دوحې درېیمه ناسته او پهکې د اسلامي امارت پلاوي ګډون د هېواد د اوسنیو ننګونو او ستونزو د حل لپاره مهم بولي.
د سیاسي چارو شنونکی محمد حسن حقیار وايي:«دا ناسته جوړېږي د دې په خاطر چې د افغانستان ستونزې په کې وڅېړل شي، د حکومت ونډه، له حکومت سره تعامل، له نړۍ سره تعامل، د افغانانو او نړۍ ترمنځ د واټن راکمېدو په خاطر.»
د سیاسي چارو شنونکي هاشم الکوزي هم وویل:«هره غونډه چې د افغانانو په هکله جوړېږي او د اسلامي نظام د رسمیت پېژندو لپاره او د افغانستان د ستونزو د حل په پار جوړېږي له هغه څخه ټول افغانان هرکلی کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې، د دوحې دویمه غونډه د ۱۴۰۲ لمریز کال د سلواغې په ۲۹ مه د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي په کوربتوب د قطر په پلازمېنه دوحه کې جوړه شوې او د افغانستان لپاره د هېوادونو ځانګړو استازو، مدني فعالانو او د ښځو حقونو فعالانو پهکې ګډون کړی و؛ خو د اسلامي امارت پلاوي په یاده ناسته کې د دوی د شرطونو د نهمنلو له امله ګډون ونه کړ.