Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ترکیې د کډوالو ادارې رييس: ترکیه له افغان کروندګرو سره مرستې ته چمتو ده

د ترکیې د کډوالو ادارې رييس اتیلا توروس د رييس الوزرا له اداري مرستیال، عبدالسلام حنفي سره په کتنه کې افغان کروندګرو سره د کوکنار بديل کښت لپاره د ترکيې له مرستو خبر ورکړ.

اتیلا توروس ویلي، د ترکيه غواړي افغانستان کې په بېلابېلو په ځانګړي توګه د کانونو استخراج، انرژۍ او ټرانسپورټ په برخو کې پانګونه وکړي.

نوموړي له دې سربېره د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو د تقویت او د مافیايي ډلو پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې کړې دي.

د ارګ د خبرپاڼې لمخې، عبدالسلام حنفي دغه کتنه کې د ترکیې له حکومته وغوښتل چې د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا په موخه د کډوالو مسلې ته جدي پام وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکي، عبدالظهور مدبر وویل: « که موږ له ترکیې سره ښې اقتصادي اړیکې ولرو، نو ترکیه په خپل حساس موقیعت سره چې اسیا له اروپا سره وصلوي، افغانستان هم کولی شي له دې ګټه واخلي.»

د ترکیې د کډوالو ادارې رييس په یوه جلا کتنه کې د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره د دوه اړخیزو همکاریو د پیاوړتیا او د مافیايي ډلو پر وړاندې د مبارزې په تړاو هم خبرې کړې دي.

د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي  د سیمې له هېوادونو په ځانګړې توګه له ترکیې سره د افغانستان د اړیکو پراختیا او پیاوړتیا د اقتصادي ودې او په هېواد کې د کاري زمینې برابرېدو لپاره ګټوره ګڼي او په هېواد کې د ترکي سوداګرو لپاره د نورو اسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټینګار کوي.

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبی افغان وویل: « د ترکیې، چین او روسیې په شان هېوادونه چې لېوالتیا څرګندوي، موږ باید دوی دې لپاره قانع کړو چې افغانستان کې په ریښتینې ډول پانګونه وکړي.»

د اقتصادي چارو شنونکي، شاکر یعقوبي هم وویل: « د پانګه اچوونکو امنیت او خوندیتوب ته هم باید پام وشي، او پر هغو فرصتونو کار وکړل شي چې پانګونه پیاوړې کوي.» 

تر دې وړاندې د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي وو په ۱۴۰۲ لمریز کال کې له ترکیې سره د سوداګرۍ په برخه کې درې پنځوس سلنه زیاتوالي راغلی او زیاته کړې یې وه چې دغه کال کې له ترکیې سره د څه باندې سل میلیونه ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه شوې چې ۲۷ میلیونه ډالر یې صادرات جوړوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه