د ماین پاکۍ،انسجام او همغږۍ رییس نورالدین رستیمخېل وايي چې، د روان زیږدیز کال له پیله تراوسه د ماینونو او ناچاوده توکو د چاودنې له کبله نږدې ۵۰ کسانو خپل ژوند بایللی او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي.
د نورالدین رستم خېل طلوعنیوز ته ویلي چې، په دغې موده کې څه باندې ۱۰۰ پېښې شوي چې ډېری قربانیان یې ماشومان دي.
د ماین پاکۍ، انسجام او همغږۍ رییس زیاتوي:«د ۲۰۲۴ کال له پیله، تراوسه په ټول افغانستان کې ۱۰۹ پېښې شوي چې په ټولیزه توګه دغه پېښې ۲۰۹ تنه قربانيان لري، له دې ډلې څخه یې ۱۶۲ تنه ټپيان دي او ۴۸ تنه نورې شهیدان دي.»
اته کلن ارمان له نن څخه دوه میاشتې مخکې د کابل ده سبز ولسوالۍ په شیخو کلي کې د ناچاوده توکو د چاودنې له امله د هغه دوه پښې او یوه سترګه زیانمنه شوې وه، نوموړی د هغې پېښې کیسه داسې کوي:«خوړ کې مو مرمۍ پیدا کړه او په اور کې مو واچوله، چاودنه یې وکړه چې پښه، مخ او سترګه مې ژوبله شوه.»
د ارمان پلار محمد عارف هم وايي:«له دولت او موسساتو نه مو غوښتنې دا دي چې، دوی باید راشي او د هر ځای بشپړه سروې وکړي، دا ماینونه چې دي او کوم ناچاودي توکي چې دي د دوی مخنیوی وکړي چې په راتلونکي کې بیا داسې پېښې رامنځته نهشي»
ورتهمهال یو شمېر ماین پاکان زیاتوي، چې په هېواد کې د ماینونو او ناچاودو توکو د لهمنځه وړلو لپاره په جدي ډول کار کوي.
ماین پاک فضل منان طلوعنیوز ته وايي:«هغه ماینونه او ناچاودي توکي چې له جګړو پاتې دي او زموږ ډېری هېوادوال یې زیانمن کړي او یا یې لهمنځه وړي. که د ځمکې له پاسه وي او که د ځمکې لاندې وي، زموږ اصلي موخه دا ده چې، دا پیدا او لهمنځه یې یوسو.»
د ماین پاکۍ، د انجسام او همغږۍ رییس د شمېرو له مخې، په دې موده کې له ۱۵ کیلومټر مربع ډېره ځمکه له ماینونو او ناچاودو توکو پاکه شوې ده. نورالدین رستمخېل زیاتوي چې، اسلامي امارت د ماین پاکۍ په برخه کې ټولو نړۍوالو کنوانسیونونو ته ژمن دی او نړۍوال هم باید دا بشري موضوع سیاسي نهکړي.