Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

مجاهد: ا.ا ته د څوکۍ د نه‌سپارل کېدو په صورت کې، م.م سازمان ته پوروړي نه‌یو

د اسلامي امارت ویاند‌ ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته ویلي چې سرپرست حکومت ته، په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان څوکۍ د نه‌سپارل کېدو په صورت کې، دوی ځان د دغه سازمان پوروړی نه‌ګني.

په ملګروملتونو کې د افغانستان د رایې حق د ځنډیدو په تړاو د رپوټونو تر خپرېدو وروسته اسلامي امارت وایي چې د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان د څوکۍ د سپارلو او د دوی په رسمېت پیژندلو په صورت کې به د دواړو لورو ترمنځ الزامات او اړتیاوې حل شي.

د ښاغلي مجاهد په وینا، په ملګروملتونو کې د اسلامي امارت استازي ته د افغانستان څوکۍ د نه سپارلو په صورت کې دوی ځان د یاد سازمان پوروړی نه ګڼي.

ذبیح‌الله مجاهد طلوع‌نیوز ته وویل:«له شک پرته که‌چېرې موږ څوکۍ ترلاسه کړه او هلته مو حضور پیدا کړ، بیا د دواړو لورو ترمنځ ژمنې کېږي او ژمنې اړینې دي. تر هغې چې افغانستان په ملګرو ملتونو سازمان کې د یوه خپلواک حکومت او هېواد په توګه حضور پيدا نه‌کړي او ونه‌پيژندل شي، موږ ځان پوروړي هم نه‌ګنو.»

ذبیح‌الله مجاهد دغه راز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وایي، هېچا ته اجازه نه‌ورکوي چې، په ملګروملتونو کې د افغانستان د رایې حق د ورکړې لپاره د اماني صندوق له پیسو څخه ګټه پورته کړي.

نوموړي زیاته کړه:«هغه پیسې، چې هلته دي امانت دي او هېڅوک د هغه د اخیستو حق نه‌لري، دویمه دا کله چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان حقوق تامین شي، وروسته کولای شي پیسې پرې کړي.»

له دې سره هم مهاله، انډیا ټایمز هم په یو رپوټ کې ویلي چې، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په ملګروملتونو کې د حق‌العضویت چې ۹۰۰ زره امریکایي ډالره کېږي د نه‌ورکړې له امله د رایې حق له لاسه ورکړی دی.

دغې هندۍ رسنۍ ویلي چې ټاکل شوې په راتلونکې زیږدیزې میاشت کې په ملګروملتونو کې د افغانستان د رایې حق د برخلیک په تړاو غونډه وشي.

د سیاسي چارو شنونکی سمیع‌الله احمدزی طلوع‌نیوز ته وايي:«دا موضوع‌ د ملګرو ملتونو سازمان د مغرضانه سیاستونو له امله دي، د دې لپاره چې دغه سازمان د دغې پېښې له رامنځته کېدو مخکې باید دغه څوکۍ د افغانستان سرپرست حکومت ته سپارلې وای.»

د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر هم څرګندوي:«موږ اړ یو چې دغه حق‌العضویت ورکړو، که‌چېرې اوس د اسلامي امارت استازی هم ونه‌منل شي، موږ اړ یوو چې حق‌العضویت ورکړو؛ څو موږ د رایې حق ولرو.»

تر دې مخکې په ملګروملتونو کې د افغانستان د دایمي څوکۍ سرپرست ویلي و چې، په دغه سازمان کې د افغانستان د رایې حق ځنډېدل یوه تخنیکي ستونزه ده او دا یې هم ویلي یې و چې، دا موضوع سیاسي نه‌ده او د دغې ستونزې د حل لپاره یې ځینې اقدامات هم پېل کړي دي.

ورته مهال، انډیا ټایمز هم په یو رپوټ کې ویلي چې، افغانستان له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه په ملګروملتونو کې د حق‌العضویت چې ۹۰۰ زره امریکایي ډالره کېږي د نه‌ورکړې له امله د رایې حق له لاسه ورکړی دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه