Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

اسټېفن رودریګز: افغانستان د اقلیمي بدلونونو له امله شپږم زیانمن هېواد دی

د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام استازی اسټېفن رودریګز له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي که څه هم افغانستان په اقلیمي بدلونونو کې کمه ونډه لري؛ خو د اقلیمي بدلونو له امله شپږم زیانمن هېواد دی چې هر کال له دې اړخه مېلیونونه ډالر له لاسه ورکوي.

ښاغی رودریګز د دې پخلی کوي چې اقلیمي بدلونونو او د سېلابونو راتلو د افغانستان د څو ولایتونو اوسېدونکي زیانمن کړي؛ خو د ملګرو ملتونو سازمان بنسټونه د زیانمنو لپاره په بېلابېلو برخو کې خپلو مرستو ته دوام ورکوي.
 
د ملګروملتونو د دغه چارواکي په وینا په وروستیو لسو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا یو مېلیون هکتاره ځمکه پر بیدیا بدله شوې چې له امله یې مېلیونونه کسان هم بې ځایه شوي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام استازی اسټېفن رودریګز وايي:«ښايي په وروستیو لسو کلونو کې افغانستان کې یو مېلیون هکتاره ځمکه پر بیدیا بدله شوې وي او دا له پخوا وچکالۍ وهلی هېواد دی، د زیاتو وچکالیو او د اوبو د کمښت شاهدان وو، مېلیونونه تنه بې ځایه شول.»

ښاغلی رودریګز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې وايي چې د دغو سېلابونو له امله څه باندې ۲۰۰ کسان مړه شوي او څه باندې ۳۰۰ نور ټپیان شوي چې د پلټنو او ژغورنې عملیات اوس هم دوام لري.

د ملګروملتونو دغه چارواکی دغه راز ټینګار کوي چې له وروستیو سېلاب‌ځپلو سره د ملګروملتونو د اړوندو بنسټونو د سرپناه د جوړولو، خوراکي توکو، اوبو او روغتیایي مرستو لړۍ ته دوام ورکوي.

اسټېفن رودریګز څرګندوي:«د لنډ مهالې سرپناه یا خیمو چمتو کول یو له لومړیتوبونو څخه وو، تر هغې وروسته هغو کسانو ته چې په جدي توګه ټپیان شوي د روغتیایي خدمتونو برابرول او د دې لپاره چې له بدو ستونزو مخنیوی وشي او خواړ چمتو شي، موږ باید خځلې پاکې کړو او مړو شویو څارويو د لرې کولو لپاره ځینې سیمو ته لاسرسی ومومو، تاسو پوهېږئ، داسې خلک شته چې دندې نه‌لري او خوړو، نغدو پیسو او اوبو ته اړتیا لري.»

د ملګروملتونو پراختیايي پروګرام چې تل په هېواد کې له متشبثو ښځو ملاتړ کوي دا ځل د یاد بنسټ استازی د افغانستان د اقتصاد په ښه کېدو او کورني ناخالص تولید په زیاتوالي کې د ښځو رول اغېزمن ګڼي.

اسټېفن رودریګز ټینګار کوي چې له ۷۵ زره متشبثو ښځو چې ۹۰۰ زره دندې یې رامنځته کړي ملاتړ کړی او نږدې ۸۰ سلنه دغه دندې په ښځو پورې اړوندې دي.

په افغانستان کې د ملګروملتونو د پراختیايي پروګرام استازی زیاتوي:«په تېرو دوو کلونو کې مو په ټول افغانستان کې له ۷۵ زره متشبثو ښځو چې ځينې یې کوچنۍ او ځینې نور یې منځنۍ متشبثې دي ملاتړ کړی، هغوی ته مو پیسې، بانکي باور، د پور ورکړه، د ظرفیت لوړولو په موخه زده‌کړه، په سوداګریزو چارو کې د حضور لپاره ملاتړ، د ښځو لپاره د سوداګریزو ټولنو جوړول او ډېر ملاتړ دی چې، د ښځو لپاره یې برابرو.»

ښاغلی رودریګز دغه راز د خپلو څرګندونو په یوه برخه کې ټینګار کوي چې، په افغانستان کې پر ښځو محدودیتونه د دغه هېواد اقتصاد ته هر کال شاوخوا ۶۰۰ تر یو مېلیارد ډالرو زیان رسوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه