Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ایران د بشرپاله مرستو دویمه جوپه مزارشریف ته را ورسېده

د افغانستان د وروستیو سېلاب‌ځپلو لپاره د ایران د بشري مرستو دویمه جوپه، د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي نړۍوال هوايي ډګر ته را ورسېده.

په دې جوپه کې خوراکي توکي، درمل، فرش، کمپلې، چپرکټ او خېمې شاملې دي.

مزارشریف کې د ایران د سرکونسل مرستیال سجاد جعفري وايي هېواد یې له افغانستان سره تاریخي اړیکې او ګډ فرهنګي مشترکات لري او د وروستیو سېلابونو زیانمنو سره د نورو مرستو ډاډ هم ورکوي.

ښاغلي جعفري وویل:«د ایران او افغانستان ملتونه سره جلا نه‌دي تاریخي او کلتوري ریښو ته په تکو، موږ دواړه ملتونه مسلمانان یو، د ایران اسلامي جمهوریت مرستې به دوام ولري.»

د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولان له دې مرستو د هرکلي ترڅنګ وايي ډېر ژر به دا مرستې په شمالي حوزه کې پر سېلاب‌ځپلو ووېشل شي.

په شمالي حوزه کې د افغاني سرې میاشتې ټولنې رییس محمد یونس معصومي په دې هکله څرګنده کړه:«د ترکیې، قطر، ایران مرستې چې کابو لسګونه ټنه کېږي د افغانستان شمال ته استول شوې دي.»
 
ورته مهال، ځينې سېلاب‌ځپلي له مرستندویه بنسټونو غواړي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي او ورته دایمي سرپناه جوړه کړي.

د فاریاب د ګرزېوان ولسوالۍ قومي مشر محمد اسحاق وویل:«دلته سړې سیمې دي او یوازې په یوې خېمې د خلکو ستونزې نه‌حل کېږي. خیریه بنسټونه او اسلامي امارت دې د خلکو د سرپناه په برخه کې هڅې وکړي.»
 
سېلاب‌ځپلی محمد شریف هم وايي:«د خلکو کښت او کرکېله له‌منځه تللې او سرپناه ته اړتیا ده. د مرستندویه بنسټونو له لوري باید له سېلاب‌ځپلو سره مرسته وشي.»

دا مرستې په داسې حال کې کېږي چې تازه په ځینو ولایتونو په ځانګړې توګه بغلان د ویجاړونکو سېلابونو شاهد و او خلکو ته یې پراخ ځاني او مالي زیانونه اړولي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه