د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد د پاکستان د کورنیو چارو وزیر د نویو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو تحریک غړي په افغانستان کې حضور نهلري.
ښاغلي مجاهد د پاکستان د حکومت د دغه چارواکي ادعا ردوي او زیاتوي چې کابل له اسلاماباد سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او د دې سربېره، افغانستان نهغواړي چې په پاکستان کې جګړه وي.
د اسلامي امارت ویاند وویل:«لومړی موږ دا ادعا ردوو چې ګواکې د ټيټيپي مشران په افغانستان کې وي. موږ هېچا ته اجازه نهورکوو چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد استفاده وکړي او افغانستان نهغواړي چې په پاکستان کې جګړه وي.»
له دې مخکې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر له اسلامي امارته غوښتي چې د پاکستاني طالبانو تحریک مشرانو پر وړاندې، د هغه په وینا چې له افغانستانه بریدونه پلانوي، ونیسي او د پاکستان حکومت ته دې وسپاري.
محسن رضا نقوي تېره ورځ په یوې خبري ناسته کې یو ځل بیا ادعا کړې چې د پاکستاني طالبانو تحریک په افغانستان کې حضور لري.
ښاغلی نقوي په خبره، اسلام اباد له کابل سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی او نه غواړي چې دا موضوع د دواړو هېوادونو ترمنځ لانجمنه شي.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن رضا نقوي خبریالانو ته ویلي:«موږ د افغانستان له سرپرست حکومته غواړو، بختیار شاه، قاري عبدالله او خان لالا ژر تر ژره ونیسي په ځانګړي توګه د پاکستاني طالبانو تحریک مشر نور ولي محسود او قومندان عظمتالله محسود او د دغه تحریک غړي ونیسي او پاکستان ته يې وسپاري. موږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو او دا هغه وخت ممکنې دي چې هغوی هم له موږ سره همکاري وکړي او اجازه ورنهکړي چې خپله خاوره يې زموږ پر ضد وکارول شي.»
د پوځي چارو ځينې شنوونکي په دې باور دي چې د پاکستاني طالبانو تحریک د اسلام اباد کورنۍ مسئله ده او دغه هېواد په دا ډول ادعاوو سره غواړي خپلو موخو ته ځان ورسوي.
د پوځي چارو شنونکی عزیز ستانکزی طلوعنیوز ته وايي:«پاکستان چې افغانستان تورنوي او وايي چې د افغانستان په خاوره کې د پاکستاني طالبانو تحریک شتون لري او د افغانستان له خاورې پاکستان ته ګواښ دی، دا واقعیت نهلري.»
د پوځي چارو شنونکی متین محمدخېل هم څرګندوي:«ټيټيپي د پاکستان له حکومت سره ستونزه لري او د پاکستاني طالبانو د تحریک غړي د دغه هېواد دي او هغوی ته ترهګر نهویل کېږي دوی اختشاشګر دي، یعنې هلته شریعت غواړي، هلته خپلواکي غواړي لکه بلوڅان یې چې غواړي پښتانه یې غواړي.»
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم د پاکستان د دفاع وزیر په ګډون یو شمېر نورو پاکستاني چارواکو ادعا کړې وه، چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کېږي او اسلام اباد په دې اړه له کابل سره خبرې هم کړي، خو اسلامي امارت په ځلونو دا خبره رد کړې او ډاډ يې ورکړی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد ونه کارول شي.