Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د وروستیو درې ورځو سېلابونو ځاني او مالي زیانونه

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت وايي چې په وروستیو درې ورځو کې د هېواد په اوو ولایتونو کې د سېلابونو د راتلو له امله ۲۱ تنه مړه شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.

د دغې مرګ ژوبلې سربېره، څه باندې ۸۰۰ کورونه ویجاړ شوي او ۵۰۰ څاروي هم له‌منځه تللي دي. 

پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویاند جانان سایق په دې هکله وویل:«پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت، پېښو سره د مبارزې دولتي عالي کمېسیون، له غړو ادارو او موسساتو سره په همکارۍ په تېرو درې میاشتو کې له ۵۰ زره څخه زیاتو زیانمنو کورنیو ته د خوراکي، غیر خوراکي او نغدو مرستو وېش شوی دی. او له نورو زیانمنو هېوادوالو ته هم د وېش لړۍ روانه ده.»

بل لور ته د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف په خپل تازه رپوټ کې ویلي چې وروستیو سیلابونو د تلفاتو او زیانونو ترڅنګ په سیلاب ځپلو سېمو کې د اوبو رسونې سیسټم هم له منځه وړی دی.
 
یاد بنسټ زیاته کړې چې تر اوسه یې په سېلاب‌ځپلو سیمو کې ۲۲ زره کسانو ته اوبو ته د لاسرسي زمینه برابره کړې ده.

د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق لیکلي:«یونېسف تر اوسه د بغلان او تخار ولایتونو په درېیو سېلاب‌ځپلو ولسوالیو او کلیو کې د اوبو رسونې ټانکرونو له لارې ۲۲ زره او ۵۰ کسانو ته د څښاک پاکې اوبه رسولې دي، په منځني ډول هره ورځ ۳۳۰ زره او ۷۵۰ لیټره د څښاک اوبو وېشل کېږي.» 

د یونېسف د اړیکو مسوول ډانیال ټایم هم څرګنده کړې:«یونېسف په بغلان، بدخشان او غور ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو د راوتو په تړاو اندېښمن دی، څه باندې پنځه زره کورونه له‌منځه تللي او سلګونه کسان مړه شوي دي، موږ ډاډ ګیرنه وایو، معلومه ده چې، ژغورل شوي بیړنیو مرستو ته اړتیا لري او یونېسف له خپلو ملګرو سره د روغتیايي او خوراکي مرستو د برابرولو لپاره په سیمه کې سیارې مرستندویه او روغتیایي ډلې ګومارلې دي، مهمه خبره دا چې هغوی اوس د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی لري څو هېڅ ډول ناروغي پیدا نشي.»

د روغتیا نړۍوال سازمان هم د سېلاب‌ځپلو وضعېت سخت بللی او هغوی ته یې د بیړنیو مرستو پر رسولو ټینګار کړی دی.

د روغتیا نړۍوال سازمان هم ویلي:«د افغانستان په شمال، لوېدیځ او شمال ختیځ کې د سېلاب‌ځپلو ولایتونو وضعېت لا هم بحراني دی، لومړنیو بشري او روغتیايي اړتیاوو ته د رسېدنې لپاره سرچینې بیړني بسیج ته اړتیا لري، د روان کال د مې له ۱۰ تر ۲۳ نېټې پورې د روغتیا نړۍوال سازمان له افغانستان سره د څه باندې ۲۰۰ ټنه درملو او روغتیایي تجهیزاتو مرسته کړې.»

عبدالباري زیانمن په نیمروز کې د طلوع‌نیوز خبریال ته وايي:«زموږ له ولسوالۍ سره مرسته ونه‌شوه، د دې ځای خلک بې‌وزله او اړمن دي. ځينې کورنۍ حتا د یوې وچې ډوډۍ د پیدا کولو وس نه‌لري.»

خو په هېواد کې د ناڅاپي سېلابونو له زیانونو د مخنیوي لپاره څه باید وشي؟

د چاپېریال ساتنې او بشري مرستو د توانمندۍ موسسې مرستیال عزت‌الله صدیقي وايي:«له دغو پېښو سره د مبارزې لپاره او د دغو پېښې پر وړاندې د خلکو او ټولنو د توانمۍ لپاره، د بنسټونو ګډ کار ته اړتیا ده چې په لومړي ګام کې مسوولیت زموږ دولتي ادارو ته متوجه کېږي چې باید په دې برخه کې اوږدمهالي پروګرامونه او پروژې ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې په څه باندې دوو وروستیو اوونیو کې د هېواد په یولسو ولایتونو کې د ویجاړونکو سېلابونو له امله څه باندې ۳۰۰ تنه مړه شوي، سلګونه د استوګنې کورونه او زرګونه جریبه کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه