Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

حنفي: افغانستان کې د ښځو حقونه خوندي دي

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت سرپرست له نړۍ غواړي چې د افغانستان ریښتینی انځور وړاندې کړي. 

د امر بالمعروف او نهې عن المنکر وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي، محمد خالد حنفي د ترکي رسنیو له استازي سره په کتنه کې ویلي، له نړۍ د اسلامي امارت یوازینۍ غوښتنه د افغانستان د ریښتیني انځور رسول او د اوسنیو واقعیتونو بیان دی. 

د خبرپاڼې لمخې، دغه کتنه کې د افغانانو حقوقو د تامینېدو په تړاو هم خبرې شوې دي.

د امربالمعروف او نهې عن المنکر وزارت مسلکي مرستیال، محمد فقیر محمدي وویل: « وزیر صېب دا غوښتنه وکړه چې نړۍ ته د اسلامي امارت اصلي انځور وښایی، ځینې خپل سرې بیا داسې چې د اسلامي امارت پالیسي یو ډول وي خو دوی یې بل ډول ښیي.»

محمد خالد حنفي یو ځل بیا د هېوادوالو د حقوقو له مراعت کېدو ډاډ ورکوي او وایي، واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو راهیسې د ښځو حقوق خوندي دي.

د ښځو د حقونو فعالې، تفسیر سیاه پوش وویل:« د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې تړلې دي، هره ورځ نوي بندیزونه لګول کیږي نن موږ هیڅ حق او حقوق نه وینو.»

د اسلامي امارت له واکمنېدو وروسته د بشري په ځانګړې توګه ښځو او نجونو د حقونو مراعت کېدل هغه مسایل دي چې تل ورباندې بحث شوی، خو اسلامي امارت په ځلونو ټینګار کړی چې په هېواد کې د ښځو حقونه د اسلامي شریعت له مخې تامین شوي او له هېوادونو یې هم غوښتي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه