د اسلامي امارت د مشر د نوي حکم پر بنسټ د یوه وزارت، څو معینیتونو او نورو بنسټونو پر کچه نوې ګومارنې شوې دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وايي چې د اسلامي امارت د مشر د فرمان له مخې د عامې روغتیا د سرپرست او د کورنیو چارو په وزارت د معینیت او دغهراز د فاریاب، سمنګان، کندهار او هلمند ولایتونو د والیانو په کچه تازه ګومارنې شوې دي.
په دغو ګومارنو کې د کورنیو چارو وزارت مخکینی اداري معین د عامي روغتیا وزارت د سرپرست په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست مخکینی اداري معین د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه، د سمنګان ولایت مخکینی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب ولایت د والي په توګه، د فاریاب ولایت مخکینی والي د سمنګان ولایت د والي په توګه، د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ مخکینی ولسوال د کندهار ولایت د والي د مرستیال په توګه، او د کندهار ولایت د والي مخکیني مرستیال د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ د ولسوال په توګه ګومارل شوي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت په دې هکله وویل:«د کورنیو چارو وزارت مخکینی اداري معین مولوي نورالجلال جلالي صاحب د عامې روغتیا وزارت د سرپرست په توګه، د استخباراتو عمومي ریاست مخکینی اداري معین ملا رحمتالله نجیب صاحب د کورنیو چارو وزارت د اداري معین په توګه او د سمنګان ولایت مخکینی والي ملا عبدالاحد فضلي د فاریاب د والي په توګه ګومارل شوی دی.»
بلخوا د سیاسي چارو ځیني شنونکي د اسلامي امارت په ادارو کې بدلونونه د حکومتولۍ یو اصل ګڼي او پر دې باور دي چې دغه ګومارنې باید د هېواد د وضعیت له ښه والي سره مرسته وکړي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر په دې هکله طلوعنیوز ته وویل:«د دې په هیله چې نوې ګومارنې د افغانستان د خلکو په ګټه پرېوځي. هر وزیر چې تغییر او بدلېږي، خلک باید له هغې ګټه پورته کړي، نه د تېر په څېر له دلیل پرته تبدیل شي.»
تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت د رهبر د فرمان له مخې په هرات، بلخ، فاریاب، فراه، کندهار او نیمروز ولایتونو کې نوې ګومارنې شوي او په دغو ګومارنو کې یو شمېر کسان د والیانو، امنیه قومندانانو او ښاروالانو په توګه ګومارل شوي دي.