د روزګان اوسېدونکی محمد صادق چې ۵۲ ماشومان لري، طلوعنیوز ته وايي چې د اقتصادي ستونزو له امله د خپلو بچیانو د ښوونې او روزنې وس نهلري.
دغه ۵۶ کلن سړی څلور مېرمنې لري او د بېوزلۍ او تنګسیا له امله په یوه کوچني کرايي کور کې ژوند کوي.
محمد صادق له خپلې ۵۷ کسیزې کورنۍ سره یو ځای د روزګان مرکز ترینکوټ ښار اړوند خیرو کاریز سیمه کې ژوند کوي.
محمد صادق له طلوعنیوز سره په خبرو کې وايي له څلورو مېرمنو ۵۲ اولادونه لري، ۲۸ هلکان او ۲۴ نجونې دي چې څلور لورګانې یې واده شوې دي.
محمد صادق د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«له څلوو ودونو، لومړی واده مې د مجاهدینو په وخت کې وکړ، دوه نور ودونه مې د طالبانو په تېر حکومت کې وکړل او څلورم واده مې هم د جمهوریت په دوره کې وکړ.»
د محمد صادق ماشومان د کور انګړ کې له غوړولي دسترخوانه ګرد چاپیره ناست دي؛ خو نوموړی وايي اقتصادي وضعیت یې دومره خراب دی چې یو وخت هم په مړه ګېډه خپلو اولادونو ته د خوړو برابرولو وس نهلري.
هغه په دې هکله وویل:«زموږ د ژوند وضعیت ډېر خراب دی، نیمه ډوډۍ غرمه خورو او نیمه ډوډۍ هم د شپې، سهار خو هېڅ هم نهوي.»
د محمد صادق لور وارثه وايي:«څه نهلرو یوازې وچه ډوډۍ خورو. حتا سړه او وچه شوې ډوډۍ هم خورو.»
د محمد صادق ۱۹ کلن زوی حفیظ الله د ترینکوټ ښار یو نانوايي کې په شپږ زره افغانۍ کار کوي. هغه وايي ښوونځي ته تلل یې لویه هیله ده؛ خو د غریبۍ له امله له زدهکړو پاتې شوی دی.
د محمد صادق زوی حفیظ الله طلوعنیوز ته وايي:«هغه کسان چې ښوونځي ته ځي او زدهکړې کوي، کهچېرې موږ ته د زدهکړو لار راوښيي او زدهکړه راکړي، خوشحاله کېږو.»
په همدې حال د روزګان د اقتصاد رییس وايي د محمد صادق ستونزو ته د رسېدنې سربېره هڅه کوي چې د نوموړي اولادونو ته د زدهکړو زمینه هم برابره کړي.
د روزګان د اقتصاد رییس مولاداد حسن څرګندوي:«هڅه کوو چې تر ډېره حده له هغوی سره مرسته وکړو او د هغه ترڅنګ، له یونېسف سره مو خبرې کړې او تعقیبوو یې چې د هغوی لپاره یو ټولګی هم جوړ کړي.»
محمد صادق هیله لري چې د اقتصادي وضعیت له ښهوالي سره یې، د خپلو اولادونو شمېر سل تنو ته ورسوي.
په دې اړه مو اندونه