د پاسپورټ عمومي رییس عبدالکریم حسیب د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د پاسپورټ د وېش په بهیر کې له اسانتیاوو خبر ورکوي.
ښاغلي حسیب کندهار ته د سفر په لړ کې د دغه ولایت د پاسپورټ امريت څخه د ليدنې پر مهال وایي چې، د اسلامي امارت د مشرتابه په امر د هغه د نيونې په اړه خپاره شوي راپورونه بې بنسټه دي او دی کندهار ته د ولایتي سفرونو په لړ کې راغلی او غواړي د اسلامي امارت له مشرتابه سره هم وویني.
د پاسپورت عمومي رییس زیاته کړه:«زما د زندان يا توقيف په اړه، چې کومه خبره راځي دا مطلق دروغ ده، موږ مخکې هم د امارت عسکر وو او اوس به هم یو، دوی دې په دې خبرو نه خوشحالېږي.»
عبدالکريم حسیب د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وایي، چې د تېر پرتله په ټول هېواد کې د پاسپورټ اخیستوونکو لپاره اسانتیاوی شپږ برابره زیاتې شوي او لا هم هڅې کېږي، چې د پاسپورت اخیستنې بهیر ساده کړي.
ښاغلی حسیب وايي:«۳۴ ولایتونو کې په ځانګړې توګه په زونونو کې زموږ تشکيل د جمهوریت پرتله شپږ برابره زيات شوی او لاهم د زیاتوالي په حال کې دی.»
خو یو شمېر هېوادوال بيا د پاسپورټ اخستني برخه کې پر شته ستونزو نیوکه کوي او له مسوولانو غواړي چې، په دې برخه کې لا اسانتیاوې برابرې کړي.
د کندهار اوسېدونکی خليل احمد څرګندوي:«پاسپورټونه اسانه اخیستل کېږي، هڅ ستونزه نشته، یوازې باید بانک کې اسانتیاوې زياتې شي او خلک له انتظاره وژغورل شي.»
د پاسپورټ عمومي رییس وایي، هڅه کوي چې د پلازمېنې کابل په ګډون د هېواد ټولو ولایتونو کې د پاسپورټ اخیستنې څانګي زیاتې او د پاسپورټ د غوښتونکو لپاره خدمتونه چټک کړي.
په دې اړه مو اندونه