د بهرنیو چارو وزارت د دوحې په درېیمه غونډه کې د سرپرست حکومت د دریځ د څرنګوالي په تړاو غونډه کړې ده.
دغه ناسته چې د یاد وزارت د درېیم سیاسي رییس ذاکر جلالي په مشرۍ جوړه شوې وه، د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه غونډه ګټوره وبلل شوه.
د دغې غونډې ګدونوال وایي چې په درېیمه غونډه کې تر لومړۍ او دویمې غونډې مثبت بدلونونه لیدل کېږي او ټينګار وشو چې، د دې غونډې جزیات باید له اسلامي امارت سره شریک شي.
د بهرنیو چارو وزارت په دغې غونډه کې ویلي:«د بحث محورونو ته په پام داسې برېښي چې د غونډې د اجنډا په اړه به اساسي ستونزه نهوي، مګر امارت منتظر دی چې م.م د غونډې وروستي جزییات شریک کړي څو یې په رڼا کې امارت پرېکړه وکړي.»
بلخوا، ملګري ملتونه وایي چې، د دوحې په درېیمه غونډه کې به د افغانستان پر وړاندې د نړۍ کړنلاره روښانه شي.
د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي ویاند سټېفن دوجاریک څرګندوي:«دغهراز یادونه کوم چې، موږ د دې میاشتې په پای کې د دوحې غونډې ته استازي رابللي دي، څو د افغانستان له وضعیت سره د نړۍ چلند روښانه کړي.»
اخوا د سیاسي چارو شنونکي د دوحې په درېیمه غونډه کې د اسلامي امارت ګډون د افغانستان د وضعیت د مثبت بدلون لپاره ګټور ګڼي.
د سیاسي چارو شنونکی سلیم پیګیر وايي:«د افغانستان اسلامي امارت د استازي له ګډون پرته چې، د نړۍوالو سازمانونو اصلي لوری دی، شونې نهده چې د افغانستان موضوع دې حل شي.»
د سیاسي چارو شنونکي ناصر شفیق هم په دې هکله طلوعنیوز ته څرګنده کړه:«دا یو چانس دی چې له دې لارې کېدای شي له نړۍوالې ټولنې سره تعامل او مطرح اطراف او مطرح افغاني شخصیتونو سره یې جوړه کړو.»
د دوحې درېیمه غونډه د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ نېټې په قطر کې د افغانستان لپاره د هېوادونو د ځانګړو استازو په حضور سره جوړېږي. ملګرو ملتونو د دې غونډې موخه له سرپرست حکومت سره په همغږي او منظم ډول د نړۍ د تعامل زیاتېدل بللي دي.