د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وایي، د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ پلاوي کابل ته په سفر کې، خېبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د وروستي برید په اړه خپلې موندنې له افغان چارواکو سره شریکې کړې دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د محمد خرم اغا په مشرۍ دغه پلاوي د اسلامي امارت د کورنیو چارو وزارت له مرستیال، محمد نبي عمري سره په کتنه کې د یاد برید د عاملینو پیداکولو په برخه کې د اسلامي امارت د مرستې غوښتنه کړې.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې راغلي: « دغه غونډه کې چې بشام کې د ۲۰۲۴ مارچ په ۲۶مې پر پېښې متمرکزه وه، د کورنیو چارو وزارت مرستیال د بشام برید په اړه د پاکستاني حکومت موندنې شریکې کړې او د عاملینو پیداکولو په برخه کې یې د افغانستان د همکارۍ غوښتنه وکړه.»
خبرپاڼه دغه راز کاږي، افغان چارواکو د پلټنو د دغو پایلو د بشپړولو په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې او دواړو خواوو د ترهګریزو ګواښونو مهارولو په برخه کې پر ګډ کار هوکړه کړې ده.
ورته مهال د امریکا بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند، وډانټ پټېل هم ویلي، امریکا له پاکستاني مشرانو سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په اړیکه کې ده.
ودانټ پټېل په یوه خبرې ناسته کې وویل: « موږ له پاکستاني مشرانو سره د ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې په اړیکه کې یو او موږ به د دوه اړخیزو سلامشورو او د لوړې کچې تعامل له لارې په جزیاتو سره د سیمه ییز امنیت په اړه خبرو ته دوام ورکړو.»
تر دې وړاندې، د اسلامي امارت کورنیو چارو وزارت هم په یوه خبرپانه کې ویلي و، د دغه وزارت مرستیال، محمد نبي عمري له پاکستاني پلاوي سره کتنه کې ویلي، ټول باید د خپلو سیمو امنیت ته پام وکړو او په خبره یې « د مسایلو د انحراف پرځای باید ریښتینې همکارۍ ته زمینه مساعده شي.»
د خېبر پښتونخوا په بشام سیمه کې د روان زېږیز کال د مارچ په ۲۶مه په یوه ځانمرګي برید کې د یوه پاکستاني په ګډون پنځه چینایي وګړي و وژل شول.
په دې اړه مو اندونه