Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ننګرهار کې د کښتۍ ډوبېدو د ۱۳ تنو ژوند واخیست

 نن سهار (شنبې د غبرګولي په ۱۲مه) شاوخوا اووه نیمې بجې د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په سیند کې د یوې جنراتوري کښتۍ د ډوبېدو په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنو ژوند بایلود.

دغه پېښه د ننګرهار د مومندرې ولسوالۍ په بېلې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس احسان‌الله ساجد د دغې پېښې په تړاو ویلي چې دغې کښتۍ کې د ۲۵ سپرو له ډلې د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۱۳ تنه ژغورل شوي، د اتو تنو جسدونه موندل شوي او پنځه تنه نور نادرکه دي.

ښاغلي ساجد زیاته کړه:«سیند یوه کښتۍ ډوبه کړې وه چې شاوخوا ۲۵ کسان سیند ډوب کړي وو، له نېکه‌مرغه له هغې ډلې ۱۳تنه ژوندي راوتلي او حالت یې هم ښه دی او د ۸ تنو جسدونه چې هغوی شهیدان شوي وو هغه هم را ایستل شوي او شاوخوا ۴ یا ۵ جسدونه نادرکه دي او د پیدا کولو لپاره یې لټون جریان لري.»              

خو د مومندرې ولسوالۍ د روغتون مسوول وايي په دې کښتۍ کې تقریبا ۳۰ تنه سپاره وو چې د اوو تنو جسدونه روغتون ته ور وړل شوي.
                 
د مومندرې روغتون مسوول ولس میر په دې هکله طلوع‌نیوز ته وویل:«د مومندرې د بېلې په سیمه کې، د کښتۍ د چپه کېدو په پایله کې چې ۳۰ تنه سپرلۍ یې لرله، تراوسه یې موږ ته ۱۸ کسان راوړل شي چې، په هغه کې ۷ جسدونه او ۱۱ تنه ټپيان وو او درملنه یې شوې؛ خو د درې تنو وضعیت نازک و، هغوی یې صحت عامې ته استولي دي.»

د یادې ولسوالۍ اوسېدونکي داسې مهال د پله جوړېدو غوښتنه کوي چې تر دې وړاندې د بیلې ښوونځي یو ښوونکي هم د دې خونړي سیند له امله ژوند بایللی و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه