د ښځو، سولې او امنیت کاري ډلې چې د ملګرو ملتونو په اډانه کې فعالیت لري، په یوه راپور کې د ملګر ملتونو له امنیت شورا د دوحې په جوړېدونکې غونډه کې د افغان ښځو د بشپړ، معنا لرونکي او برابر حضور غوښتنه کړې ده.
د دې ډلې په وړاندیز شوي متن کې راغلي چې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی چې په راتلونکي کې د افغانستان لپاره ګومارل کېږي، باید د بشري حقونو په برخه کې د پیاوړې مخینې لرونکی وي او له افغان ښځو سره تعامل ولري.
د ښځو سولي او امنیت کاري ډلې د راپور په یوې برخه کې راغلي:«باید ډاډ ترلاسه شي چې، د افغانستان لپاره ټاکل کېدونکی ځانګړی استازی د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې د پیاوړې مخینې لرونکی وي او له مدني ټولنې او افغان ښځو سره په منظم او معنا لرونکي ډول تعامل ولري.»
د دغې ډلې په وینا، په افغانستان کې د ښځو پر وړاندې محدودونکي سیاستونه هم لهمنځه یوړلی شي.
د ښځو د حقونو فعاله مینه طلوعنیوز ته وايي:«په دا ډول غونډو کې د ښځو حضور کولای شي د افغان ښځو لپاره ګټور پرېوځي، په ځانګړې توګه هغه ښځې چې وکړای شي د افغان ښځو استازیتوب وکړي.»
محصله عایشه هم څرګندوي:«موږ هم د بشر برخه یو. د افغانستان ښځې هم د انسانانو برخه دي چې، له خپلو حقونو چې په نورو هېوادونو کې په عمومي توګه ښځې کولای شي له هغې برخمنې شي، موږ نهشو کولای چې له هغه حقه استفاده وکړو.»
ټاکل شوې د افغانستان په تړاو د دوحې درېیمه دوه ورځنۍ غونډه د روان کال د جون پر ۳۱مه جوړه شي، کهڅه هم ملګرو ملتونو له اسلامي امارته په دې غونډه کې د ګډون غوښتنه کړې وه؛ خو اسلامي امارت په دې غونډه کې خپل حضور د خپلو شرطونو په منلو پورې مشروط بللی دی.
په قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر رییس سهیل شاهین ویلي:«دا چې د دوحې غونډه د افغانستان په تړاو ده، باید هغه مسایل چې د افغانستان اسلامي امارت ورته نغوته کړې په اجنډا کې شامل شي څو له یوه لوري د دواړو لورو ترمنځ اعتماد رامنځته شي او له بلخوا د افغانستان د خلکو واقعي مسایل حل او د هغوی غوښتنو ته رسېدنه وشي.»
خو د افغانستان لپاره د دې غونډې اهمیت څه دی؟
د نړۍوالو چارو شنونکی سنګر امیرزاده په دې هکله وايي:«کله چې نړۍ درته وايي چې، له خپلو خلکو سره خبرې وکړئ دا د نړۍ کار نهدی؛ بلکې د خپلو افغانانو کار دی او موږ په خپله پر لار یې فکر وکړو او یوه لار ورته پیدا کړو.»
تر دې وړاندې د دوحې په دویمه غونډه کې چې د روان کال د فبرورۍ پر ۱۸مه او ۱۹مه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په کوربتوب او د څه باندې ۲۵هېوادونو د ځانګړيو استازو په ګډون جوړه شوې وه، د مدني فعالانو او ښځو یو پلاوي هم ګډون کړی و؛ خو اسلامي د هغه څه له امله چې د خپلو شرطونو نه منل کېدل یې بلل، په دې غونډه کې له ګډونه ډډه وکړه.