د سعودي عربستان د ملک سلمان بنسټ له لوري د سترګو ناروغیو د درملنې په موخه هرات ولایت ته د ډاکټرانو یوه ډله استول شوې ده.
ټاکل شوې چې، د ډاکټرانو دا ډله د ۴۰۰۰ ناروغانو د درملنې ترڅنګ، د ۴۰۰ ناروغانو جراحي عملیات هم وکړي.
لوېدیځه حوزه کې د افغاني سرې میاشتې ادارې سرپرست محمد اصف صدیقي وايي:«هغه جراحي چې په کراچۍ کې یې کوو، موږ هغه جراحي دلته هم کوو، ډېره پرمختللې درملنه ده، د هغو کسانو لپاره چې د سترګو ستونزه لري پر امکاناتو سمباله ډله ده.»
د بن سلمان خیریه بنسټ د روغتیاپالانو ډلې مسوول فخرالدین دکار څرګندوي:««زموږ اوولس کسیزه ډله دلته خدمتونه وړاندې کوي. دغهراز د دې مرکز کارکوونکو له موږ سره ډېره همکاري کوي او ټولې اسانتیاوې یې موږ ته دلته برابرې کړې دي.»»
د بن سلمان خیریه بنسټ د ډاکټرانو سرطبیب ارشاد عباسي هم وايي:«ډېری ناروغان چې سترګې یې پردې لري موږ یې درملنه کوو؛ خو یو شمېر نور ناروغان هم شته چې د سترګو خارښت، سترګو سوروالی او یاهم د لید کموالي سره مخ دي، موږ ته راځي او درملنه یې کوو.»»
دلته ډېری راغلي ناروغان بې وزله دي. یو شمېر دغه ناروغان وايي د پیسو نشتوالي او اقتصادي ستونزو له امله په خصوصي روغتونونو او له هېواده دباندې درملنې وس نهلري.
ناروغ عبدالقیوم وايي:«بودیجه او پاسپورټ نهلرم چې، پاکستان ته ولاړ شم، له همدې امله دلته راغلی یم چې، له ډاکټرانو نظر واخلم چې ما ته لارښوونه وکړي.»
بل ناروغ خیرمحمد هم وايي:«د کورنۍ ۸ غړي مې دي او شپږ زره افغانۍ معاش لرم په بازار کې کار کوم او اصلاً د درملنې وس نهلرم.»
د روغتیاپالانو په خبره؛ له خاورو سره مله بادونه، وچه هوا، د هوا ککړتیا، حساسیتونه او د عمر لوړوالی په هرات کې د سترګو ناروغیو اصلي لاملونه دي.
په دې اړه مو اندونه