د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان فرانک مککنزي له «سيبياېس» ټلوېزیون سره په مرکه کې د دوحې هوکړهلیک د امریکا تېروتنه ګڼلې ده.
ښاغلي مککنزي په دغې مرکه کې ویلي چې د دغه هوکړهلیک په لاسلیک کېدو ته باید پاملرنه شوې وای.
د امریکا د مرکزي قومندانۍ پخواني قومندان ویلي:«فکر کوم چې د دوحې هوکړه باید د سخت شرایطو له مخې عملي شوې وای او موږ کولای شول له هغې یو څه شی جوړ کړو، په حقیقت کې موږ د دوحې له تړونه له افغانستانه د وتلو پروګرام لپاره ګټه پورته کړه، د امریکا د دوو ولسمشرانو ټرمپ او بایډن دا تګلاره او موخه پر ځای پاتې شوه.»
د اسلامي امارت ویاند د دوحې د هوکړهلیک په تړاو د امریکا د مرکزي قومندانۍ د پخواني قومندان فرانک مککنزي د څرګندونو په غبرګون کې وايي، د دوحې هوکړهلیک د افغانستان لپاره مهم وو او له مخې یې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه ووتل.
ذبیحالله مجاهد وایي امریکایي جنرالان په دغه ډول څرګندونو سره په افغانستان کې خپله ناکامي نشي پټولی.
د اسلامي امارت ویاند زیاتوي:«دغو جنرالانو چې په افغانستان کې ماتې وخوړه، طبعاً خوښ نهدي او دا پرېکړه د افغانانو لپاره یوه ټاکونکې پرېکړه وه او د افغانستان د نیواک د پای لامل شو.»
د سیاسي او نظامي چارو ځينې شنونکي د دوحې تړون په افغانستان کې د سولې او ټیکاو په رامنځته کېدو کې مهم ګڼي او پر بشپړ عملي کېدو یې ټینګار کوي.
د سیاسي چارو شنونکی عزیز ستانکزی وايي:«د دوحې هوکړه د افغانانو لپاره یوه حیاتي هوکړه وه. په داسې حال کې چې په افغانستان کې د ورځې ۴۰۰ جنازې خاورو ته سپارل کېدې او د دواړو لورو ډېر رسېدلي ځوانان لهمنځه تلل چې هغې ته د پای ټکی کېښودل شو.»
د نظامي چارو شنونکی عبدالهادي قریشي هم څرګندوي:«په دغه هوکړه کې څلور ستر موردونه شامل وو چې په ټول کې د بشري حقونو موضوع، د نشهيي توکو موضوع، له ترهګرۍ سره مبارزه او د یوه قانوني حکومت جوړېدل موجود وو.»
د دوحې هوکړه لیک د ۱۳۹۸ هجري لمریز کال د کب په لسمه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد او قطر کې د اسلامي امارت د سیاسي دفتر د پخواني مرستیال ملا عبدالغني برادر ترمنځ لاسلیک شو او د نږدې پنځو کلونو په تېرېدو سره یې دواړه لوري یو بل له یاد هوکړهلیک څخه په سرغړونې تورنوي.
په دې اړه مو اندونه