Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

کابل کې د اندونیزیايي پلاوي کتنې؛ افغانستان کې پر پانګونې خبرې وشوې

د اندونیزیا د ولسمشر پخوانی مرستیال او د دغه هېواد د سرې میاشتې او جوماتونو رییس د یوه پلاوي په مشرۍ تېره ورځ (یکشنبې) د اسلامي امارت له چارواکو سره د خبرو لپاره کابل ته راورسېد.  

دغه پلاوي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست او د ریاست الوزرا له اداري مرستیال سره په جلا جلا کتنو کې د سیاسي، اقتصادي او سوداګریزو مسایلو او تحصیلي او امنیتي بورسونو په تړاو پر خبرو سربېره ژمنه کړې ده، چې د افغانستان د روغتیا، پوهنې او کانونو په برخه کې به پانګونه وکړي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د دغه پلاوي د راتګ په هکله وویل:«دغه پلاوی د افغانستان د وضعیت د لیدو او د اقتصادي، سوداګریزو همکاریو د رامنځته کېدو او د پانګونې لپاره، افغانستان ته راغلي او غوښتنې یې دا وې چې د اندونیزیا خلک د هغه احساس له مخې چې د افغانستان له خلکو سره یې لري، غواړي چې اړیکې یې زیاتې شي.» 

امیرخان متقي له دغه پلاوي سره په کتنه کې ویلي دي، سرپرست حکومت غواړي د اندونیزیا په ګډون له ټولو هېوادونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

هغه په دې کتنه کې د داعش او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې خبره کړې او زیاته کړې یې ده چې، افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت په پام کې نیولو سره د مرکزي او سوېلي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړې او اوس د سیمې له هېوادونو سره په همکارۍ پرسترو سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کار کوي چې، د کاسا ۱۰۰۰، ټاپي او افغان- ټرانس پروژې په‌کې شاملې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ضياء احمد تکل وايي:«افغانستان خپل سټراټېژيک موقعت ته په پام سره د سوېلي او مرکزي اسیا ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او اوس د سیمه‌ییزو هېوادونو په همکارۍ پر سترو سیمه‌ییزو پروژو کار کوي.»

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر رښتیا وايي:«تګ راتګ د دې لامل کېږي چې موږ وکړای شو خپلې اقتصادي او سیاسي سټراټېژيکې اړیکې نورې هم پیاوړې کړو او د هغه ترڅنګ، که‌چېرې د افغانستان حکومت وکړای شي سیمه‌ییزې پروژې لکه کاسا زر او ټاپي ته هم خوځښت ورکړي، کولای شو چې د افغانستان خلکو ته د کار زمینه برابره کړو او د دې سربېره په افغانستان کې پانګونه لوړه شي.»

يوسف کالا د ریاست الوزراء له اداري مرستيال سره په کتنه کې دغه‌راز ویلي چې، په نړۍوالو غونډو کې د افغانستان په تړاو ناسم معلومات وړاندې کېږي، حقيقت نه‌لري.

د اندونیزیا پلاوی د یکشنبې په ورځ کابل ته راغی چې د اسلامي امارت له چارواکو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ پر دوه اړخیزو او څو اړخیزو مسایلو خبرې وکړي.
 
شریک یي کړئ