Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سرپل کې پر ۶۳ تنو د تعزیري حکم پلي کېدل

د سرپل ولایت سیمه‌ییزو مسوولانو ویلي چې، نن (سې‌شنبې د غبرګولي په ۱۵مه) د بېلابېلو جرمنو له هغې ډلې له کوره د تېښتې، وسله‌والو غلاو، زنا او لواطت په تور د ۱۵ ښځو په ګډون پر ۶۳ تنو تعزیري حکم پلی شو.

د سرپل د والي د ویاند په وینا، دغه حکم د درې ګونو محکمو تر څېړنو او اسلامي امارت د رهبر له لوري یې د فرمان تر توشیح کېدو وروسته د سه شنبې په ورځ د سرپل ښار په لوبغالي کې عملي شو او هر تورن له ۱۵ تر ۳۹ درو ووهل شول او دغه راز له ۶ میاشتو تر ۵ کلونو بند باندې محکوم شوي دي.

د سرپل د والي ویاند حبیب‌الله مسرور وايي:«پر ۶۳ مجرمینو حدود او تعزیر پلی شوی چې ۴۸ سړي او ۱۵ ښځې په کې شاملې دي.»

د سرپل یو شمېر اوسېدونکي، په یاد ولایت کې د جنايي جرمنو د کچې کمېدو په موخه پر دغو کسانو د تعزیري حکم پلي کېدل ګټور ګڼي.

د سرپل اوسېدونکی جمشید طلوع‌نیوز ته وايي:«نور ځوانان د دوی له جرمه چې ترسره کړی یې دی پند اخلي او دا د دې لامل کېږي چې جرم او جنایت کم شي.»

د سرپل بل اوسېدونکی داد محمد هم څرګندوي:«هغه څوک چې جنایت کار دی، باید سزا ورکړل شي، موږ له دې راضي او خوشحاله یو.»

دا په داسې حال کې ده چې د پنجشېر د والي ویاند هم په دغه ولایت کې پر دوو تنو د نامشروع اړیکو په تور د تعزیري حکم له پلي کېدو خبر ورکړی دی.

شریک یي کړئ