د کابل ښار د پنځلسمې امنیتي حوزې مسوولان وايي، د خلکو په همکارۍ یې د دې سیمې په بېلابېلو برخو کې ۷۴۰۰ امنیتي کمرې نصب کړي دي.
د دې حوزې مرستیال زیاتوي، چې نږدې سل نورې کمرې چې د خلکو د تشخیص او تعقیبولو توان لري، هم نصب شوې دي.
نوموړی دغه راز زیاتوي، چې دغه کمرې ۲۴ ساعته د دې سیمې مهمې برخې څاري.
د کابل د پنځلسمې امنیتي حوزې مرستیال، نظر محمد ابوذر و ویل: «دغه سل کمرې چې په مشخص ډول جوړې شوې دي د امر صاحب نوښت دی، ډېره ښه پایله یې ورکړې ده، ډیری مجرمین بالفعل نیول شوي چې په مخابره کې غږ شوی او هغه نیول شوی دی.»
د چارو ځيني شنونکي د امنیتي کمرو نصبول د جنایي جرمونو په کمولو کې مهم بولي، خو ټينګار یې دا دی چې دغه کمرې باید په معیاري توګه وکارول شي.
د نظامي چارو شنونکي، محمد زلمی افغانیار په دې اړه طلوع نیوز سره په خبرو کې و ویل: «امنیتي کمرې تر هغې دي چې د خلکو امنیت تر ډيره بریده خوندي وي.»
بلخوا، د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي د امنيتي کمرو د نصبولو د بهیر هرکلى کوي او له امنيتي بنسټونو غواړي چې د خلکو د سر او مال د خونديتوب لپاره لا ډېرې هڅې وکړي.
د کابل اوسېدونکی، فهیم وايي: « امنیتی کمرې لګول یې ډير ښه کار کړی دی. ځکه چې د خلکو امنیت نیسي. موږ یوه بله غوښتنه هم چې امنیتي ځواکونه باید خپله هم د خلکو امنیت ته ژمن وي.
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي وو، چې په کابل ښار او ځینو نورو مهمو ځایونو کې څه باندې ۶۲ زره امنیتي کمرې نصب شوي دي.
په دې اړه مو اندونه