د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت له جرمني غوښتي چې، له دغه هېواده افغان کډوال ونه باسي.
د جرمني په مانهایم ښار کې د یو افغان وګړي له لوري د جرمن پولیس افسر په وژل کېدو او د دغه هېواد د لومړي وزیر تر سخت غبرګون وروسته د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د یوې بیانيې په خپرولو سره وايي چې دغه هېواد باید د افغان کډوالو له ایستلو ډډه وکړي او په دې اړه شته ستونزې دې له قنسولي لارو چارو له سرپرست حکومت سره حل کړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند، عبدالقهار بلخي ویلي: (د بهرنیو چارو وزارت هیله څرګندوي چې دواړه هېوادونه وکړای شي له دیپلوماتیکو لارو چارو د وګړو د حقونو د خوندیتوب په موخه مسایل مدیریت کړي څو افغان وګړي په یوه پلمه بې برخلیکه نشي.)
تازه د جرمني لومړي وزیر د دغه هېواد په پارلمان کې ویلي چې جرمني د افغان کډوالو د ایستلو د پریکړې د عملي کېدو په تړاو د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د خبرو اترو په حال کې دی.
د جرمني لومړي وزیر، اولاف شولټس ویلي: (کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې افغانستان ته د خطرناکو مجرمینو د ایستلو امکان برابر کړي، یاد وزارت له همدا اوسه د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره د دغې پریکړې د عملي کېدو په اړه د خبرو په حال کې دی، موږ به له ترهګریزو جنایتونو نمانځنه ونه زغمو.)
دغه جرمن چارواکی دغه راز له خپله هېواده د ایستلو د قوانینو له سختولو یادونه کوي او وایي چې په جرمني کې د دغو کسانو حضور د یاد هېواد امنیت او ټیکاو ګواښي.
د جرمني لومړي وزیر، اولاف شولټس و ویل: (جرمني به خپل د ایستلو قوانین سخت کړي څو له یو لړ بریدونو وروسته د ایستلو لپاره له ترهګریزو بریدونو د ستاینې داسې زمینه وي چې د کډوالۍ په پالیسۍ کې د سختې په اړه یې اندېښنې را وپارولي.)
ورته مهال د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان، د کډوالو له لوري د نورو هېوادونو د امنیتي قوانینو مراعت کول مهم ګڼي.
د نظامي چارو شنونکي، صادق شینواري و ویل: «بهرني هېوادونه هم باید د کډوالۍ ټول قوانین او کنوانسیونونه په پام کې ونیسي. هغوی هم باید له ټاکل شویو قوانینو سرغړونه و نه کړي.»
له نورو هېوادونو د افغان کډوالو د ایستلو بحث د جرمني په سویل لویدیځ مانهایم ښار کې له وروستي برید وروسته زیات شوی.
یو افغان ځوان د اسلام ضد غورځنګ له لوري جوړ شوي لاریون باندې برید وکړ چې له امله یې یو پولیس افسر ټپي او وروسته د ټپونو له امله مړ شو.