ټاکل شوې تر راتلونکې یوې ورځې په تهران کې د چین، روسیې، پاکستان او ایران هېوادونو د استازو په حضور سره د مسکو فارمټ شپږمه غونډه جوړه شي.
تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي وو چې په دې غونډه کې به د دوحې دریېمې غونډې لپاره د چمتوالي په تړاو بحثونه وشي.
خو په دغه غونډه کې د اسلامي امارت د استازي ګډون تر اوسه نه دی روښانه شوی.
ورته مهال د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې له نورو هېوادونو سره د ښه تعامل لپاره د سرپرست حکومت د استازو حضور مهم دی.
د سیاسي چارو شنونکي، ادریس محمدي ځاځي څرګنده کړه چې : «اوس باید نړۍ دا ګام پورته کړي او له خپلو ځينو اصولو تېر شي او له اسلامي امارت سره تعامل وکړي. زه فکر کوم چې اوس ډیر ښه چانس دی چې سرپرست حکومت د نړۍ ځینو غوښتنو ته تن کیږدي.»
بل لور ته د نړیوالو اړیکو شنونکي، اکرام عارفي و ویل: دا یوه لابيګري ده ددې لپاره چې افغانستان حد اقل یوه لار غوره کړي چې ښايي دغه لار منځنۍ لار وي. څو افغانستان یو ځل بیا د لویو لویدیځو ځواکونو پر سیاسي ډګر بدل نه شي.
په تهران کې د افغانستان د وضعېت په تړاو د مسکو فارمټ غونډه په داسې حال کې جوړیږي چې ټاکل شوې تر راتلونکو دریوو اوونیو د افغانستان په اړه د دوحې دریېمه غونډه جوړه شي.