د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویانده ماریا زاخارووا ویلي، دغه وزارت په پام کې لري چې د افغانستان له سرپرست حکومت سره خپلې څو اړخیزې همکارۍ پراخې کړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، د ترهګرو ډلو له نوملړه د «طالبانو» د نوم د ایستلو هڅې د افغانستان د عیني واقعیتونو د درک په معنا دي.
مېرمن زاخارووا زیاتږي «موږ په وار وار ویلي چې روسیه غواړي د کابل له اوسني حکومت سره چې نږدې درې کاله کېږي، پر افغانستان واکمني کوي، څو اړخیزې همکارۍ ته پراختیا ورکړي او د ترهګرو له نوملړه د طالبانو غورځنګ د نوم لېرې کولو لپاره هڅه چې د دغه حکومت اصلي هسته ده، د افغانستان د عیني واقعیتونو درک دی.»
که څه هم اسلامي امارت د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د دغو څرګندونو په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو تر دې وړاندې یې ویلي و چې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو په ځانګړې توګه له ګاونډیو سره ښې اړیکې غواړي.
له دې سره هممهاله، د سیاسي چارو ځيني شنونکي پر دې باور دي چې، اسلامي امارت باید له نورو هېوادونو سره د لا زیات تعامل د لرلو لپاره د یو بل غوښتنو ته پام وکړي.
د پوهنتون استاد ذکيالله محمدي وویل:«په درې کلونو کې موږ ولیدل چې اسلامي امارت له سیمې او له سیمې هاخوا، اروپا، ختیځ او لوېدیځ ته نهدی تللی. نو اسلامي امارت باید ومني هغه ستونزې چې دننه په هېواد کې لري، حل کړي څو وکړای شي نړۍوالو دریځونو ته ورسېږي.»
د سیاسی چارو بل شنونکی محمد متین محمدخېل هم وايي:«اسلامي امارت باید خپل کورني او بهرني سیاستونه د یوه قانون پر بنسټ مدون کړي، څو هغه پوښتنې په سیمه او نړۍ کې رامنځته کېږي ورته د پای ټکی کېښودل شي.»
تر دې وړاندې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین له سرپرست حکومت سره خبرې اترې مهمې بللې وې او ویلي یې وو چې، د افغانستان امنیت او ټيکاو د روسیې لپاره تر اقتصادي فرصتونو هم ډېر اهمیت لري.