Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې د ښوونې او کسب زده‌کړې زمینې برابرېدل

د زندانونو چارو د سمون ادارې ویلي چې دم‌ګړۍ ۱۵۰۰ ماشومان په هېواد کې د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې، پر دیني او عصري زده‌کړو بوخت دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د شمېرو پر بنسټ، دم‌ګړۍ په ټول هېواد کې ۱۵۰۰ ماشومان د اصلاح او روزنې په مرکزونو کې شته، چې ۳۳۳ يې د کابل د اصلاح او روزنې په مرکز کې دي.

د مسوولینو په خبره، دغه محجوزین د دیني او عصري علومو ترڅنګ په ۵ برخو کې فني او حرفوي زده‌کړې هم کوي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې نظامي مرستیال حبیب‌الله بدر په کابل کې د ماشومانو د اصلاح او روزنې په مرکز کې د قرانکریم د حافظانو د دستاربندۍ په مراسمو کې وویل:«په ۳۴ ولایتونو کې، زده‌کړې کوي، زموږ په ټولو بندخونو کې ۱۵۰۰ ماشومان لرو.»

د کابل د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکز پخوانی رییس نظر محمد ناصري هم وايي:«دا یو ویاړ دی چې نور هېوادونه یې نه‌لري، که هغه اسلامي دي او که غیراسلامي؛ خو موږ په ویاړ وایوو چې د اسلامي امارت بندخونې او د اصلاح مرکزونه، د علم او اصلاح ځای دی.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې مسوولان وايي، د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو وروسته زندانونه او د ماشومانو د اصلاح مرکزونه د دیني او عصري زده‌کړو په مرکزونو بدل شوي دي.

د زندانونو چارو د سمون ادارې د بشري سرچینو رییس ضیاالرحمن سعید په دې هکله وویل:«د مرکز او ولایتونو بندخونو بندیانو ته په مسلسله توګه درسونه په جریان کې دي.»

د سترې محکمې د جزا دیوان عمومي رییس عتیق‌الله هم وايي:«دا هدف په یاد ولرئ، دا د اصلاح مرکز دی، د هغه موخه او مقصد اصلاح ده، نه تهذیب او تکلیف ورکول.»

په ورته وخت کې یو شمېر دغه محجوزین په مرکزونو کې د اصلاح او روزنې پروګرامونه ګټور بولي.

محجوز عثمان طلوع‌نیوز ته وویل:«وتوانېدم چې په دغو لسو میاشتو کې قران کریم حفظ کړم او له خپلو تېرو کړنو چې په بیرون کې مې کړې وې، پښېمانه شم.»

محجوز حسیب هم وايي:«د ښوونځي درسونه مو وویل او د خیاطۍ کسب مو زده‌کړ. موږ له هغو سهولتونو څخه چې دلته د اشیانې موسسې چمتو کړي، له هغوی مننه کوو.»

د زندانونو چارو د سمون ادارې د اطلاعاتو پر بنسټ، اوس‌مهال د هېواد په ټولو زندانونو کې څه باندې شل زره کسان د بېلابېلو جرمونو په تور بندیان دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه