Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

په مزار شریف کې د لاسي صنایعو او کورنیو تولیداتو نندارتون جوړ شو

مزارشریف ښار کې د مولانا جلال الدین محمد بلخي په نوم د کورنیو تولیداتو او لاسي صنایعو درې ورځنی نندارتون جوړ شوی و.

ددغه نندارتون د جوړولو موخه د کورنیو تولیداتو وده او بازار موندنه بلل شوې ده.

په ۱۳۰ غرفو کې کورني تولیدات نندارې ته اېښودل شوي چې تر ۸۰ ډېرې غرفې ښځو ته ځانګړې شوې دي.

د بلخ د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس، اسدالله اسدي و ویل: «موږ د نارینه و او ښځو په سالون کې شاوخوا ۱۳۰ غرفې لرو چې څه باندې ۸۰ یې ښځو ته ځانګړې شوې دي او ۵۰ نورې یې د سړیو دي.»
د بلخ د والي مرستیال، نورالهادي ابو ادریس هم و ویل: «موږ تل سوداګرو ته ویلي چې راشي او په افغانستان کې پانګونه وکړي. په افغانستان کې شرکتونه او کارخونې هم جوړې کړي او د نړۍ په هر ګوټ کې چې وي راشي ځکه افغانستان اوس امن دی.»

افغانستان کې د کار نړیوال سازمان مسوول وايي دوی د افغانستان د خلکو په ځانګړې توګه صنعت کارانو ترڅنګ ولاړ دي او په راتلونکې کې هم د میرمنو ملاتړ لپاره پروګرامونه لري.

افغانستان کې د کار نړیوال سازمان مسوول، رامین بهزاد و ویل: «د کار نړۍوال سازمان په تېرو درېیو کلونو کې د افغانستان په شمال کې څه باندې ۲۸ زره کسانو ته خدمتونه وړاندې کړې دي او په مستقیم ډول یې د څه باندې سلو کوچنیو او منځنیو کارونو او کسبونو مالي ملاتړ کړی چې په شمال کې ۱۰۰۰ کارونو د رامنځته کېدو لامل شوی دی.»

ددغه نندارتون ګډون وال د دا ډول نندارتونونو جوړول له کورنیو تولیداتو سره د خلکو اشنا کېدل او د میرمنو اقتصادي فعالیتونو پیاوړتیا برخه کې ګټور بولي.

غرفه لرونکی، عبدالصمد سروري وايي: «موږ ډیر خوښ یو چې دا ډول پروګرامونه جوړیږي ځکه زموږ لپاره ډیر ګټور دي او کولای شي پر کورنیو شرکتونو او کمپنیو د خلکو باور زیات کړي.»

یوې بلې غرفه لرونکې، پروانې حبیبي هم د طلوع نیوز خبریال ته و ویل: «د دا ډول نندارتونونو جوړول زموږ لپاره ډير ګټور تمامیږي او موږ غواړو چې دا ډول نندارتونونه بیا بیا جوړ شي ځکه زموږ د بازارموندنې او پېر او پلور لپاره ګټه کوي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو مسوول وايي په پام کې ده چې روان لمریز کال ۵۰ کورني او بهرني نندارتونونه جوړ شي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو جوړولو مسوول، خادم محمد عابد و ویل: «د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت د نندارتونونو ریاست په ۱۴۰۳ کال کې د ۵۰ نندارتونو جوړول په پام کې لري چې د بلخ دا نندارتون یې یوه بېلګه ده. نور نندارتونونه به هم جوړ شي چې له ۵۰ نندارتونونو ۹ یې له هېواده بهر، په تاجېکستان، ازبېکستان، ترکمنستان، روسیې او ترکیه کې ترسره کېدونکي دي.»

د معلوماتو پربنسټ وروستیو میاشتو کې په بېلابېلو ولایتونو کې د نندارتونونو جوړولو لړۍ چټکه شوې او صنعت کاران یې د کورنیو تولیداتو ودې لپاره ګټور بولي.

شریک یي کړئ