Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پکتیا کې د اوبو د تنظیم ۷ پروژې پیل شوې

پکتيا کې د ملګرو ملتونو د کرنې او خوړو سازمان په مالي لګښت د اوبو تنظيم برخه کې د اوو پروژو چارې پيل شوې.

مسوولين وايي د دغو پروژو په بشپړيدو سره به کروندګرو ته اسانتياوې برابرې او د اوبو د ضايع کيدو مخه به ونيول شي.

د پکتيا سينديزې حوزې رياست مسوولين وايي په دې پروژو کې په زرمت ولسوالۍ کې د اوبو زېرمه کولو د دوو پخوانیو زیرمو پاکول، د يو سربند او کانال بيا رغونه او ګرديز کې د يو کانال او ګبين ديوال جوړول شامل دي.

د پکتيا د سينديزې حوزې رييس، محمد کريم فاتح و ویل:«دغه پروژې د اېف ای او له لوري د اوبو د مهارولو او د سطحي ځمکې د تغذیې په موخه پیل شوې دي.»

بل خوا ځايي خلک او کروندګر بيا د دغو پروژو د چارو پيلېدو ته خوښ دي او د ورته نورو پروژو د پلي کېدو غوښتنه کوي.

کروندګر، شاه محمد و ویل: موږ یو له دې څخه د ځمکې او زراعت لپاره ګټه اخلو، بل دا چې له دې څخه د اوبو لاندې په ځمکه کې د زیرمې یا ذخیرې لپاره کار اخلو.

د زرمت ولسوالۍ اوسېدونکی، عبدالغفور هم وايي : د اېف ای او له خوا چې دلته کومه پروژه راغلې ده، ډیر ترې خوشاله یو چې دلته په دې برخه کې کار کیږي.

وروستيو ورښتونو او سېلابونو پکتيا کې پراخې کرنيزې ځمکې خرابې کړې دي.

مسوولين وايي د دغو پروژو په پلي کیدو سره به د کاري بوختياوو سربېره کروندګرو ته اسانتياوې برابرې او تر څنګ به يې د سيلابونو له امله د کرنيزو ځمکو د تخريب مخه ونيول شي.

شریک یي کړئ