د جون دولسمه د ماشومانو له کار سره د مبارزې له نړۍوالې ورځې سره برابره ده. په دغه ورځ، په پلازمېنه کې ځینې ماشومان وايي، د اقتصادي ستونزو له امله اړ دي چې، درانه او سخت کارونه وکړي.
دغه ماشومان له اسلامي امارت غواړي چې، د دوی د کورنیو ملاتړ وکړي او د کار زمینه ورته برابره کړي.
۱۱ کلن نواب چې، د ۷ کسیزې کورنۍ یوازېنی ګټيالی دی وایي، د ښوونځي د څلورم ټولګي زدهکوونکی دی؛ خو ډېر کم کولای شي خپلو درسونو ته رسېدنه وکړي.
نواب د طلوعنیوز خبریال ته وویل:«۱۱ کلن یم، د خپلې کورنۍ یوازینی ګټیالی یم او د شپې ډوډۍ وړم. زموږ په کور کې بل کاریګر نشته.»
طاهر په کابل کې یو بل کارګر ماشوم دی هغه هم وايي:«له اسلامي امارته مې غوښتنه دا ده چې، موږ ته د زدهکړو زمینه برابره کړي. موږ غواړو چې درس ووایو او وطن ته خدمت وکړو.»
د کارګرانو سراسري ټولنه په دې باور ده چې، د کارګرو ماشومانو زیاتوالی د هېواد پر اقتصاد هم منفي اغېز لري او باید په دې برخه کې اسلامي امارت له نړۍوالو بنسټونو لکه د کار نړۍوال سازمان سره په همغږۍ په بېلابېلو برخو کې د زدهکړو فرصتونه برابر کړي.
د کارګرانو د سراسري ټولنې رییس محمد لیاقت عادل وايي:«ډېری ماشومان چې، زموږ راتلونکې ده، خښتو په بټیو کې، د کرنې په برخو کې او په کانونو کې درانه کارونه کوي.»
د اقتصادي چارو شنونکي سید مسعود هم څرګندوي:«له حقوقي، انساني او دیني پلوه، درانه او فشار لرونکي کارونه د یوه ماشوم پر روان او راتلونکي منفي اغېزه کوي.»
بل لور ته د کار او ټولنیزو چارو وزارت ډاډ ورکوي چې، د ماشومانو له کاره مخنیوی کېږي او هغوی ته لازمې مرستې برابرېږي.
د یاد وزارت د ویاند سمیعالله ابراهیمي په وینا په پلازمېنه او ولایتونو کې یې د بې سرپرسته ماشومانو لپاره ښوونیز مرکزونه جوړ کړي او د نورو مرستو ترڅنګ پهکې مسلکي زدهکړې هم ورکول کېږي.
سیمع الله ابراهیمي وویل:«د کار او ټولنیزو چارو وزارت په مرکز او ولایتونو کې د یادو ماشومانو لپاره روزنتونونه فعال کړي، څو په دغو روزنتونونو کې ساتنه او پالنه وشي او د تعلیم او تربیه چې د دوی بنسټیز حق دی، دغې حق ته لاسرسی پیدا کړي.»
د ماشومانو له کار سره د مبارزې له نړیوالې ورځې سره هم مهاله ملګروملتونو ویلي چې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۱۶۰ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي او په کار بوخت دي.
نوموړی وایي
په دې اړه مو اندونه