Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تخار کې بې سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون جوړ شو

تخار کې یوه ترکي مرستندویه بنسټ د روزنتون په جوړولو سره بې سرپرسته ماشومانو ته د زده کړو او روزنې زمینه برابره کړې.

د دغه بنسټ مسوول وایي، د بې سرپرسته او له زده کړو محرومو ماشومانو د را ټولولو په لړ کې یې، تر دې دمه ۳۵ ماشومان را ټول کړي دي.

د مرستندویه بنسټ مسوول، طاهر خان وویل: « باید ووایم هغه ماشومان چې بې سرپرست دي او له زده کړو محروم پاتې شوي او تر دې دمه ورسره هیڅ بنسټ او کس مرسته نه ده کړې، تر پوښښ لاندې ونیسو.»

د روزنتون مسوول، نورالله مقیمي هم و ویل: « درې وخته ورته ډوډۍ ورته برابریږي، دغه راز د دیني علومو ښوونکی، څارونکی او ساتونکی لري.»

ځینې بې سرپرسته ماشومان چې په دغه روزنتون کې د زده کړو او روزنې زمینه ورته برابره شوې، خوښ دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، دا مهال په ټول هېواد کې څه د پاسه لس زره بې سرپرسته ماشومانو ته په دولتي روزنتونونو کې د زده کړو او روزنې زمینه برابره شوې.

د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع ابراهیمي و ویل: « اسلامي امارت د هېواد په کچه ټولو ولایتونو کې یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتونونه فعال کړي دي چې په دې وروستیو کې یې تخار کې هم د یتیمو او بې سرپرسته ماشومانو لپاره روزنتون فعال کړی.»

د کار او ټولنیزو چارو وزارت وایي، هڅه کوي چې راتلونکي کې بې پرسته نجونو ته هم ځانګړي او جلا روزنتونونه جوړ کړي.

شریک یي کړئ