یونېسف وايي، په افغانستان کې له شپږم ټولګي پورته نجونو زده کوونکو ۳ میلیارده درسي ساعتونه له لاسه ورکړي دي.
د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اجرايوي مدیره، کاترین راسل وايي: (د یو اعشاریه پنځه میلیونه نجونو لپاره دا محرومیت نه یوازې د زده کړو له حقه ښکاره سرغړونه ده، بلکې د فرصتونو د کمېدو او هغوی د رواني وضعېت د لا خرابېدو لامل کیږي، د ماشومانو په ځانګړې توګه نجونو حقونه نه شي کیدای چې سیاسي وي.)
د ښځو د حقونو فعالې، تفسیر سیاه پوش هم و ویل: اوس موږ د ډېرو بدو پایلو شاهدان یو. اوس د کم عمره نجونو د جبري ودونو شاهدان یو، دا ځکه چې هغوی له زده کړو بې برخې دي نو په عامیانه لهجه هغوی د خپل بخت پسې ځي. اسلامي امارت ته پکار ده چې د ښوونځيو تړل شوې دروازې پرانیزي.
د ښوونځیو د دروازو پرانیستل اوس، له زده کړو بې برخې یا محرومو نجونو ته پر یو ستر خوب بدل شوي.
فرشته د زرګونه نورو نجونو په څیر په هېواد کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو راهیسې له زده کړو بې برخې شوې ده.
نوموړې چې دلته د نقاشۍ د هنر پر زده کړې بوخته ده وایي، د ښوونځیو په لسم ټولګي کې وه چې نور ښوونځي ته د تګ اجازه ورنکړل شوه.
زده کوونکې، فرشتې و ویل: زر ورځې چې تېرې شوې موږ و نشو کړای چې ښوونځي ته ولاړې شو، موږ و نشو کړای چې خپلو هیلو ته ورسیږو. نو موږ اړ یو چې کډوالۍ ته مخه کړو. ځکه موږ خپلو هیلو ته و نه رسېدو.
تر شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو دروازو پرانیستل، یوازینۍ غوښتنه ده چې د زرو ورځو په موده کې تل له سرپرست حکومت څخه غوښتل شوې خو مثبت ځواب یې نه درلود.
یوې بلې زده کوونکې، محدثې و ویل: ورور مې ښوونځي ته ځي او کولای شي په ازاده توګه خپلو زده کړو ته لاسرسی پیدا کړي نو زه ډیره خواشینې کیږم، ان ماته ژړا راځي ځکه زه نشم کولای چې زده کړې وکړم.
دا په داسې حال کې ده چې اسلامي امارت د ۱۴۰۱ کال د وږي میاشتې په ۲۶ نېټه د یو مکتوب له لارې فرمان ورکړ چې د نجونو منځني ښوونځي او لیسې دې تر بلې خبرتیا پورې بندې وي.