د کابل د دروازو د قطعې قومنداني وايي، له نږدې درېیو میاشتو راهیسې یې شل کسان د نشه يي توکو او همداراز د وسلو د قاچاق په تړاو نیولي دي.
د دغې قومندانۍ د دروازو آمر زیاتوي، د تېر پر تله د کابل په دروازو کې جنايي جرمونه کم شوي دي.
د کابل دروازو د قطعې قوماندانۍ امر، عبدالله جلالي و ویل: د مخدراتو په برخه کې موږ لاس ته راوړنې درلودې، چې درې زره ۵۰۰ دوه دیرش ټابلیټ کا او همدا رنګه ۳۸ قلمه نور نشه يي توکي او لس تنه په دې برخه کې نیول شوي.
په ورته مهال د نظامي چارو یو شمېر کارپوهان په دې باور دي چې د نشه يي توکو او وسلې د قاچاق د غوره کڼټرول لپاره د سکنرونو رغاونې او مسلکي کسانو ګمارنې ته اړتیا ده.
د نظامي چارو شنونکی، زلمی افغانیار وايي : د کابل ښار اوسېدونکو لپاره د ښه امنیت ساتنې لپاره له تېر حکومته پاتې شوي سکېنرونه ډير اغېزناک تمامیدای شي. په دې شرط چې مسلکي کسان یې مدیریت کړي او پر وخت یې تخنیکي ارزونه وشي.
د سویلي ولایتونو اوسېدونکي چې کابل ته راځي د امنیتي ځواکونو له خوا پلټل کیږي، څو ښار ته د شکمنو کسانو له دننه کېدو مخنیوی وشي.
سرتیری، عبدالله وايي: دا پلټل ددې لپاره کوي چې ناسمې کړنې و نه شي، قاچاق تېر نه شي، وسله تېره نه شي. نو د اختر ورځو لپاره موږ ډیر ښه منظم چېک پاینټ لرو.
د ننګرهار اوسېدونکی، انور شاه وايي: اسلامي امارت ډيره قوي تالاشي اخلي، چې د نا امنۍ مخنیوی وشي، ډيره کلکه تالاشي کوي. خلکو ته ستونزې هم نه جوړوي.
د کابل اوسېدونکي، سباوون هم و ویل: زموږ د امنیت ساتنې په موخه دا چېک پوینټونه ډير اغېزناک تمامیږي.
د کابل دروازو د قطعې قومانداني دغه راز ټینګار کوي چې تېر ته په پرتله جنیايي پېښې هم کمې شوې دي.
په دې اړه مو اندونه