Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د چمن پرلت کوونکو ګواښ؛ موږ به تسلیم نه‌شو

د چمن پرلت کوونکي وایي چې، د پاکستان ځپوونکو اقداماتو ته به تسليم نه‌شي.

دوی زیاتوي د چمن - سپين بولدک پر دروازه له پاسپورټ او ویزې پرته تګ راتګ يې غوښتنه ده او له دې غوښتنې به تېر نه‌شي.

دا په داسې حال کې ده چې، د پاکستان امنیتي ادارو تېره ورځ د چمن يو شمېر اوسېدونکي چې، د وروستي لاريون پر مهال یې نيولي وو خوشي کړل؛ خو د پرلت پنځه مشران لاهم د بلوچستان زندان کې بندیان دي.

د چمن پرلت سمبالوونکی فیض الله وايي:«دا تسلیمېدل نشته، موږ دولت ته دا وايو چې، په والله که مې تسلیم کړې تر هغې چې، دغه شین پاسپورټ ختم کړی نه‌يي چې، زموږ د وطن خلک تللي او راغلي نه‌وي، تسلیمېدل په پښتانه قوم کې نشته.»

د پرلت یو شمېر نور غړي له دوی سره کېدونکی چلن استعماري بولي او ټینګار یې دا دی چې، څوک به یې د مبارزې لوری بدل نه‌کړي.

د چمن پرلت غړی صادق ناراض هم وايي:«موږ د استعمار د څپې لاندې قوم یو، اوس هم موږ خپل حق نه‌دی ادا کړی، که‌چېرې اوس هم موږ خپل حق ادا کړی وای، زموږ د قوم سپين‌ږیري به نن داسې خوار نه‌وای، زموږ ماشومان به نن داسې خوار نه‌وای، زموږ میندې به دغه ډول در په در نه‌وې.»

د پښتونخواه او بلوچستان ملتپال او مذهبي سیاستوال د چمن پر پرلت کوونکو د روانې میاشتې پرله‌پسې بریدونه او چاپې غندلي او د پاکستان له حکومته غواړي چېؤ د تاوتریخوالي پرځای د خبرو له لارې د چمن اوسېدونکو غوښتنو ته دې رسېدنه وکړي.

شریک یي کړئ