د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد وايي چې، په المان کې د ځينو افغان کډوالو وروستي اقدامات له دغه هېواده د ټولو افغان کډوالو د ایستلو لامل نهشي.
ښاغلی مجاهد زیاتوي چې د بهرنیو چارو وزارت دغه مسئله د المان له دولت سره تر بحث لاندې نیولې ده.
د اسلامي امارت ویاند په دې هکله وویل:«په هغه هېواد کې پر ټولو کډوالو یو عمومي حکم ونهشي، ځکه طبیعي ده ځينې وختونه سرغړونې او شخصي اقدمات، هغه شخصي موضوعګانې وي باید په ټولو تطبیق نهشي.»
دا په داسې حال کې ده چې، په تېرو څه باندې درې اوونیو کې په المان درې افغان وګړي له سړې وسلې سره د برید په جرم وژل شوي او نیول شوي دي.
د نړۍوالو اړیکو ځينې شنونکي په دې باور دي چې دغه مسئله په المان کې د افغان کډوالو له حضور سره د ځينو لورو له مخالفت څخه اغېزمنه ده.
د نړۍوالو اړیکو کارپوه باقر سعیر وايي:«د توکومي برترۍ غوښتنې بحث یا د توکمپالنې بحث، پر دې مقولې باورمندي چې موږ غوره توکم یوو، او په نړۍ کې باید ډېره فضا زموږ وي، دا موضوعګانې د المان په ټولنه کې فعالې دي او لومې یې هم د افغانستان د سرګردانه کډوالو په څېر خلک وي.»
په المان کې ځينې افغان کډوال هم د دغې مسئلې په تړاو له اندېښنې سره وايي چې دغه مسئله په المان کې پر افغان کډوالو د محدودیتونو د زور اخیستو لامل به شي.
په المان کې افغان کډوال علي رضا کریمي وايي:«له بده مرغه له څو بریدونو وروسته، شونې ده چې دا پر سختو کړنو بدل شي او افغان کډوالو ته د قبولۍ او د پناه غوښتنې په برخه کې شرایط سخت کړي.»
دغو بریدونو په المان کې پراخ غبرګونونه راپارولي او د جرمني د لومړي وزیر په کډون د دغه هېواد ځينو سیاسي څېرو د افغان کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده.