د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، د ښار د پاکوالي او نظم په موخه د اختر په ورځو کې ځانګړي پروګرامونه لري.
دوی زیاتوي، د ښار په بېلابېلو سیمو کې یې۳۰۰ کثافت دانۍ ځای پر ځای کړي دي.
د کابل ښاروالۍ استازی، نعمت الله بارکزی وایي: « د کابل ښاروالۍ کارکوونکي خپلو دندو ته دوام ورکوي. لکه څرنګه چې پوهیږئ، هغه کثافت دانۍ چې له قربانیو پاتې وي، بد بوی کوي او کابل ښاروالۍ د قربانیو لپاره ځانګړي ۳۰۰ لوی کثافت دانۍ وېشلي دي.»
نعمت الله بارکزی د کابل له اوسېدونکو غواړي څو له کابل ښاروالۍ سره همکاري وکړي.
د کابل یو شمېر اوسېدونکي بیا د ښاروالۍ له دغې طرحې هرکلی کوي.
د کابل اوسېدونکي، سید یحیی و ویل: « د کابل ځینې نورو برخو کې که دغه بهیر پراخه شي، ډېر به ښه وي. دا ښه اقدام دی.»
د کابل یو بل اوسېدونکي، عتیق الله هم و ویل: « هېواد د مور په څېر وي، موږ نباید هغه چې کاروو پر سړکونو واچوو. باید هېواد وساتو.»
تر دې وړاندې کابل ښاروالۍ د ښاري نظم په موخه د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د څارویو د پلورلو لپاره اته ځایونه مشخص کړي وو.