Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

پلازمېنه او ولایتونو کې له ارامښت او امنیت سره د اختر لومړۍ ورځې نمانځنه

د هېواد د پلازمېنې او نورو ولايتونو اوسېدونکو د لوی اختر لومړۍ ورځ د اختر د لمانځه په ادا کولو،د قربانۍ په کولو، د نويو جامو په اغوستلو او د يو بل کره په تللو سره ونمانځله.

یو شمېر هېوادوال وايي چې د لوی اختر لومړۍ ورځ يې په ارامه او ډاډمنه فضا کې پيل کړې ده. یو شمېر هېوادوال په دې ورځ له سرپرست حکومته ځينې غوښتنې هم لري.

د کابل اوسېدونکی هدایت‌الله وايي:«د اختر لمونځ مو د صمیمیت او ارامښت په فضا کې ادا کړ او له اسلامي امارته زموږ غوښتنه دا ده چې، خلکو ته د امنیت او ارامښت زمینه برابره کړي.»

قصاب حمید اغا وویل:«جشن دی لوی اختر دی، لس تر ۱۲ دانو قربانۍ مې وکړې.»

اختر هغه جشن دی چې، هر کال یې هېوادوال د وچو او تازه مېوو د دسترخوانونو په غوړولو او د یو بل کره په تللو سره نمانځي.

د کابل اوسېدونکی محمد ظفر وايي:«اختر د کرکو د لرې کولو او د صمیمیت د رامنځه کولو لپاره یوه پلمه ده.»

د کابل اوسېدونکي ظاهر هم وویل:«هغه دودونه چې له پخوا د اختر په مراسمو کې وو، د هغو دوستانو او هغو کسانو له لیدو کاتو څخه چې عبارت دي چې د دواړو اخترینو په اوږدو کې ښادي یا غم لري، هغوی ته ورځي.»

د اختر ورځې دغه‌راز د هغو ماشومانو لپاره د هیلو یوه کړکۍ ده چې، د پلازمېنې پارکونو ته په راتلو سره د اختر ورځې له خپلو کورنیو سره تېروي.

ماشومه سمیه وايي:«نن د اختر لومړۍ ورځ ده، له پلار سره مې تفریح ته راغلې یم.»

خو لیدل کېږي چې، په پلازمېنه کې د بې‌وزلۍ او تنګسۍ ستونزې د دې لامل شوي چې، یو شمېر اوسېدونکي خپلو کورنیو ته د نفقې برابرولو په موخه واټونو ته راووځي.

د کابل اوسېدونکی احمد شاه څرګندوي:«نور کسان په دغې ورځې کې د اختري لپاره ځي او قرباني کوي؛ خو موږ کار ته راغلي یو؛ ځکه څه نه‌لرو.»

لوى اختر هر کال په افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو کې نمانځل کېږي.
 
شریک یي کړئ