د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې، د امنیتي ځواکونو د شپې او ورځې د هڅو په پایله کې د لوی اختر لومړۍ ورځ په هېواد کې له کومې امنیتي پېښې پرته ونمانځل شوه.
ښاغلی قانع یو ځل بیا ډاډ ورکوي چې، د اختر پاتې ورځې به هم په امنه فضا کې تېرې شي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي:«په ټولو ولایتونو کې، د نورو امنیتي ارګانونو په همغږۍ سره باید ښه یو امنیت تامین شي چې، الحمدالله تاسو ولیدل نن نتیجتاً موږ شاهدان یو چې، لومړۍ ورځ الحمدالله ښه په امن، اخوت او د ارامۍ په فضا کې اختر ونمانځل شو.»
بل خوا د اسلامي امارت ځينې ځواکونه چې، د پلازمېنې په بېلابېلو سیمو کې د خلکو د امنیت د تامین لپاره ګومارل شوي وايي، هېچاته به اجازه ورنهکړي چې، د هېواد امنیت ګډوډ کړي.
امنیتي سرتېری محمد اخند وايي:«نن د لوی اختر لومړۍ ورځ ده، موږ د خلکو لپاره امنیت نیولی دی، د ملت د خدمت لپاره ولاړ یو.»
بل امنیتي سرتېری نصیبالله رحیمي هم زیاتوي:«موږ امنیت نیولی دی او امنیت نیسو، انشاالله په ۲۴ ساعته توګه په خدمت کې یو.»
د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکي هم زیاتوي، چې د لوی اختر لومړۍ ورځ يې په ښه فضا کې ونمانځله.
د کابل ښار اوسېدونکی محمد یوسف څرګندوي:«باید امنیتي ځواکونه تل ښه امنیتي تدابیر ولري او د هېوادوالو د مال او ځان ساتنه وکړي.»
د کابل ښار اوسېدونکي امیر جان هم وویل:«امنیتي ځواکونو د خلکو د امنیت د تامین لپاره ډېر ښه تدابیر نیولي او د امنیت د تامین په برخه کې خلک هم باید له امنیتي ځواکونو سره همکاري وکړي.»
د کورنیو چارو وزارت د اطلاعاتو پر بنسټ، د اختر لومړۍ ورځ د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې په ډاډمنه او د خوښۍ په فضا کې تېره شوه.
د عبدالمتین قانع په خبره، د هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا د ټولو جوماتونو امنیت په بشپړ ډول نیول شوی دی.