Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

المان د ازبیکستان له لارې د افغان کډوالو د ایستلو په لټه کې دی

الماني رسنیو راپور ورکړی چې، د دغه هېواد دولت، د ازبیکستان له لارې د افغان کډوالو د ایستلو لپاره له ازبیکستاني چارواکو سره د خبرو اترو په حال کې دي.  

د دغو رسنیو د راپور له مخې، د جرمني حکومت له اسلامي امارت سره له مستقیمې مشورې پرته له ازبیکستان سره پر دغې طرحې کار کوي.

د کډوالو د حقونو فعال محمد خان طالبي احمدزی وايي:«د دغه هېواد د فډرال دولت پرېکړه او له درېیم هېواد، یعنې د پاکستان او ازبیکستان له دولتونو سره سلامشورې شوي، دا د بشري حقونو څخه څرګنده سرغړونه او د نړۍوالو کنوانسیونونو پر خلاف دي. د المان فډرال دولت باید د دغې موضوع په تړاو غور وکړي.»

بلخوا، یو شمېر افغانان چې په جرمني ژوند کوي، پر دې مسئلې د اندېښنې په څرګندولو سره د دغه هېواد له حکومت او د کډوالۍ له نړۍوالو بنسټونو غواړي چې، دا موضوع دې په جرمني کې له نورو افغانانو سره یې تړاو ورنه‌کړي.

جرمني کې افغان کډوال علي وحدت څرګندوي:«په تېرو دوو اوینو کې موږ د المانیانو له لوري پر کډوالو د تاوترخجن چلند شاهد وو.»

جرمني کې بل افغان کډوال علي رضا کریمي هم وايي:«دغه موضوع‌ باید په المان کې نورو افغان کډوالو پورې تړاو ور نه‌کړي او همدارنګه اوسني شرایط کولای شي چې، د افغان کډوالو لپاره ستونزمن وي.»

اسلامي امارت هم د دې مسئلې له رابرسرېدو وروسته ویلي چې، په جرمني کې د ځینو افغانانو کړنې شخصي موضوع ده او باید له دغه هېواده د نورو افغانانو د ایستلو لامل نه‌شي.

د نړۍوالو چارو شنونکی پرویز شمال په دې هکله څرګندوي:«په المان کې د عامه نظم ګډوډول کولای شي، د هغو افغانانو پر کېسونو چې تراوسه قبول شوي نه‌دي منفي اغېزه وکړي.»

د افغان کډوالو او نورو هېوادونو د کډوالو د ایستلو بحث له هغې وروسته ګرم شو چې، یوه افغان د اسلامي ضد غورځنګ لخوا په جوړه شوې مظاهره کې د یوه پولیس افسر په ګډون څو کسان ټپیان کړل چې، دغه پولیس افسر له ټپي کېدو وروسه ساه ورکړه.

شریک یي کړئ