Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

تر اختر وروسته د سالنګ لویې لارې د بیارغونې د پاتې چارو پیل

د ټولګټو چارو وزارت له لوی اختر وروسته د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پاتې چارې پیلوي.

د دغه وزارت ویاند طلوع‎نیوز ته وايي، د سالنګ لویې لارې د بیارغونې چارې تېر کال د سړې هوا له امله تړل شوې وې او سږ کال یې له درېیو کورنیو شرکتونو سره د دغې لویې لارې د بیارغولو هوکړې ته رسېدلي دي.

د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس و ویل: « د سړې هوا له امله د دغې پروژې کار ودرول شو. د ټولګټو وزارت روان کال د سالنګ لویې لارې د بنسټیزې بیارغونې د چارو قرارداد یو ځل بیا له درېیو شرکتونو سره تمدید کړ.»

د سالنګ لویه لار د هېواد له مهمو سوداګریزو او اقتصادي لارو ده چې نه یوازې د هېواد شمالي ولایتونه له مرکز سره نښلوي، بلکې منځنۍ اسیا ته د هېواد د سوداګریزو توکو په لېږدولو کې هم مهم رول لوبوي.

د دې لويې لارې د بيارغونې چارې په ۱۴۰۲ لمريز کال کې د ټولګټو وزارت لخوا پيل شوې او د دغه وزارت د مالوماتو لمخي، روان کال کې د تونل دننه شپاړسمې ګالرۍ او د دې لویې لارې د درېيمې برخې د کانکرېټ اچولو چارې بشپړې شوې او د سړې هوا له امله د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې چارې ودرېدې.

خو ځيني کارپوهان د هېواد د لویو لارو په ځانګړي ډول د سالنګ د لویې لارې جوړول او بیارغونه د کارموندنې او د هېواد د اقتصاد په وده کې اغېزناکه بولي او په لنډه موده کې د سالنګ د لویې لارې د بیارغونې پر بشپړېدو ټینګار کوي. 

د اقتصادي چارو شنونکي، محمد نبي افغان و ویل: « باید ژر تر ژره د دغې لویې لارې کار بشپړ شي، ځکه دا ډېره ضروري ده او د دې لارې کولای شو د خپل هېواد سوداګري او اقتصاد پیاوړی کړو.» 

د اقتصادي چارو یو بل شنونکي، قطب الدین یعقوبي هم و ویل: « دا کولای شي د خلکو او وسایطو د تګ راتګ په چټکتیا کې مرسته وکړي.»

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د سالنګ لویې لارې د پرانېستې پر مهال په نږدې راتلونکي کې د یوه نوي تونل د جوړېدو خبر ورکړ او د سالنګ د لویې لارې بیارغونه یې د هېواد د سوداګریزې راکړې ورکړې په زیاتېدو او ځان بسیاینې ته د افغانستان په رسېدو کې مهمه وبلله.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه