د پلازمېنې یو شمېر اوسېدونکو د لوی اختر دویمه ورځ تفریحي ځایونو ته په تګ سره ولمانځله.
دغه هېوادوال د اختر په ورځو کې د امنيت له ټينګښته خوښي څرګندوي.
د کابل اوسېدونکي، محمد اسحاق و ویل: « د اختر دویمه مو ښه تېره کړه او لومړۍ هم ښه وه، امنیټ ټنیګ و.»
یو بل ماشوم، نوید هم و ویل: « ښې لوبې دي، نښه ویشتل، بایسکل چلول دي. د اختر دویمه مو ښه تېره کړه.»
د اختر په دویمه بیا ځینو نورو هېوادوالو له اسلامي امارت وغوښتل څو د ښځو لپاره د زده کړو او ځوانانو ته د کار زمینې برابرې کړي.
د کابل اوسېدونکي، محمد رفیع یوسفزي څرګنده کړه: « له اسلامي امارته مو هیله ده چې د ښځو د زده کړو په برخه کې ډېره پاملرنه وکړي، نږدې کاله کیږي چې دوی له زده کړو بې برخې پاتي او د کار زمینه دې برابره کړي.»
لوی اختر د سړکونو پرغاړه د توکو د پلورونکو لپاره هم د خوښۍ او د دوی د بازار د ښه کېدو ورځې دي.
د سړک پرغاړه د توکو پلورونکي، عبدالجلیل هم و ویل: « الحمد الله زموږ کار ښه دی، د ژالې خرڅلاو ښه دی، ډېر کوچنیان او لویان یې خوري.»
د سړک پرغاړه د توکو یو بل پلورونکي، سهراب هم و ویل: « د تېرې ورځې پرتله نن ډېر خلک تفریح لپاره راغلي او کار مو ښه ده.»
د کورنیو چارو وزارت ویاند د اختر په لومړۍ ورځ د امنیت د ټینګښت په موخه د امنیتي ځواکونو د هڅو ډاډ ورکړی و او ویلي یې وو چې د اختر پاتې ورځې به هم په خوندي فضا کې تېرې شي.