Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مهاجر فراهي: په ټول هېواد کې څه باندې ۳۷۰ بېلابېلې رسنۍ فعالې دي

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي معین حيات‌الله مهاجر فراهي وايي چې، په ټول هېواد کې څه باندې ۳۷۰ انځوریزې، غږیزې، خبري اژانسونه او چاپي رسنۍ فعالې دي.

ښاغلی فراهي زیاتوي چې، د رسنیو ننګونې تر ډېره بریده په ګوته شوي او تر هېڅ فشار لاندې نه‌دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت نشراتي مرستیال وویل:«همدا اوس په هېواد کې تر ۳۷۰ زیاتې انځوریزې، غږیزې او چاپي رسنۍ فعالیت لري. الحمدالله د رسنیو په برخه کې، کومې ستونزې او مشکلات چې وو، تر ډېره پورې هغه ختم شوي دي.»

د ښاغلي فراهي په خبره، که څه هم رسنۍ ځینو اقتصادي ستونزې لري، خو تر ډېره د رسنیو ستونزو ته رسېدنه شوې ده. نوموړی ډاډ ورکوي چې، ټولې رسنۍ په هېواد کې د اسلامي ارزښتونو، ملي ګټو او افغاني کلتور په نظر کې نیولو سره خپل رسنیز فعالیت کولای شي.

حیات‌الله مهاجر فراهي وايي:«دوی کولای شي په هېواد کې خپل رسنیز فعالیتونه روان وساتي؛ البته ځينې نقاط دي چې، هغه باید ټول په پام کې ونیسو، اسلامي ارزښتونه د هېواد علیا منافع، زموږ د افغانې ټولنې دود او فرهنګ.»

په ورته وخت کې ځينې خبریالان اطلاعاتو ته د لاسرسي او د ټولیزو رسنیو د قانون توشیح په ګډون د رسنیو د ټولو ستونزو حل غوښتنه کوي.

خبریال روح‌الله علیزی هم څرګندوي:«د خبریالانو ملاتړ دې وشي، حکومت باید خپل رسالت ترسره کړي او هغه بنسټونه چې د رسنیو د ملاتړ یا د خبریالانو د ملاتړ لپاره کار کوي، دوی باید خپل مسوولیت ترسره کړي، څو خبریال په خپل کاري ځای او ماحول کې ذهناً ارام واوسي.»

دا په داسې حال کې ده چې، اطلاعاتو او کلتور وزارت تر دې وړاندې ویلي و، د ۱۴۰۲ لمریز کال په لړ کې ۱۰ راډیوګانو د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې نوي نشرات پیل کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه