Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هېواد کې د کمپیوټري خامک غاړو د بازار غوړېدا

هرات کې د کمپیوټري خامک غاړو تولیدونکي وایي چې، په دې وروستیو کې هېواد کې د کمپیوټري خامک غاړو بازار غوړېدلی دی.

په هرات کې د کمپیوټري خامک غاړو یوه تولیدي کارخونه هره ورځ سلګونه خامک غاړې تولید او پلور ته یې چمتو کوي.

دلته جوړېدونکې خامک غاړې څه د پاسه لسو ولایتونو ته لېږدول کېږي. 

د کمپیوټري خامک غاړو د یوې کارخونې مسوول غلام سرور واحدي طلوع‌نیوز ته وايي:«د الله شکر دی تقاضا زیاته شوې ده، کابل، کندهار غزني، نیمروز، فراه، غور او هرات کې هم شکر زیاته شوې ده. اوس د دغو غاړو لپاره په مرکز کابل کې غوښتنه زیاته شوې ده.»

کمپیوټري خامک غاړو کابو د لاسي غاړو ځای نیولی، دا جامې د ټیټې بیې په لرلو سره، تر ډېره د خلکو له لوري کارول کېږي. 

د کمپیوټري خامک غاړو تولیدي کارخونې مسوول اقبال عارفي څرګندوي:«لاسي غاړه پرتله که حساب کړو ډېره مناسبه لوېږي، د دې لپاره چې هم یې کیفیت لوړ دی او هم یې ګنډل ښه دي، او رخت یې هم نوراني اصلي سندل کاروو او په هغه سونډ کارول کېږي چې په لاسي غاړو کې کارول کېږي.»

ډېری هېوادوال چې اقتصادي ستونزې لري، د لاسي غاړو پر ځای له کمپیوټري خامک غاړو استفاده کوي. وروستیو کې د دغو جامو بازار په هرات او نورو ولایتونو کې غوړېدلی دی. 

د هرات اوسېدونکي نور احمد وویل:«اوس شرایطو توپیر کړی او اوس د لاسي غاړو وخت نه‌دی او په لوړه بیه دي، د ماشیني غاړو کیفیت لوړ دی ښه کیفیت لري، د لاسي په څېر استفاده کېږي.»

د کمپیوټري خامک غاړو پلورونکی رامین امیري هم وايي:«سږکال پلور د تېرو کلونو پرتله زښته زیات شوی، ځکه د کیفیت، کار، رخت جنس له پلوه  ښې غاړې راغلې دي.» 

د کمپیوټري خامک غاړو اغوستل د اختر په ورځو کې تر ډېره د هېوادوالو، په ځانګړي ډول د کندهار او هرات ولایتونو اوسېدونکو تر منځ دود دي. ډېری ځوانان د دا ډول جامو اغوستو ته لیواله دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه