د کډوالو له نړۍوالې ورځې سره هم مهاله، د ملګرو ملتونو لوی منشي په نړۍ کې د کډوالو او پناه غوښتونکو پر ملاتړ ټینګار کړی دی.
انتونیو ګوترش ویلي، که په ټولو هېوادونو کې منازعات حل شي؛ نو خلک به هم دې ته اړ نشي چې، په نورو هېوادونو کې د پناه غوښتنه وکړي.
ګوترش زیاته کړې: (موږ د پناه غوښتنې په نړیواله ورځ، له پناه غوښتونکو په مرسته او هرکلي کې د نړۍ ټولیز مسوولیت، د هغوی له انساني حقونو ملاتړ له هغې ډلې د پناه غوښتنې حق او په پای کې د ستونزو داسې حل چې د کورونو پرېښودو ته اړ شوي کسان بیرته خپلو مېنو ته ستانه شي، یو ځل بیا ټینګار کوم.)
په ورته مهال په نورو هېوادونو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي وایي چې له ګڼو ستونزو له هغې ډلې د ځینو هېوادونو له لوري د پناه غوښتنې او تبعیضي چلند سره مخ دي.
جرمني کې پناه غوښتونکي، غلام علی وحدت طلوعنیوز ته و ویل: «ځينې کډوال چې په لویدیځو هېوادونو کې پناه غوښتونکي کیږي، له ستونزو سره مخ کیږي، د اقامې ستونزې چې د پناه غوښتنې قضیه یې رد کیږي.»
په ترکیه کې افغان پناه غوښتونکی، احمد فیصل وايي: «باید هغوی (کډوالو) ته پام وشي، او رسېدنه ورته وشي. ځکه هر افغان ځوان چې هېواد پرېښی یا یې سیاسي او یا اقتصادي ستونزه درلوده.»
له دې سره د پناه غوښتونکو د حقونو یو شمېر فعالان وایي چې په اوسني وضعیت کې په نورو هېوادونو کې یو شمېر افغان پناه غوښتونکي د اجباري ایستلو له خطر سره مخ دي.
د پناه غوښتنې د حقونو فعال، محمد خان طالبي و ویل: «اسلامي امارت باید د پناه غوښتنې دغه نړۍوال ورځ غنیمت وبولي او هغه ځوانان چې استعداد لري او ظرفیتونه لري باید د کډوالۍ پر ځای ترې په هېواد کې دننه ګټه پورته شي.»
د کډوالو د حقونو چارو فعالې، اصفې ستانکزې هم و ویل: «ډیری نوي کډوال د بېرته ایستل کېدو له ګواښ سره مخ دي. په افغانستان کې اوسنی نظام باید د زده کړو، کار او باثباته ژوند زمینه برابره کړي.»
په ورته مهال اسلامي امارت په دې باور دی چې په هېواد کې اوسنی وضعیت ښه دی او افغان پناه غوښتونکي کولای شي بیرته هېواد ته را ستانه شي.
د اسلامي امارت ویاند، ذبیح الله مجاهد و ویل: «
افغانستان یې هېواد دی او باید بېرته افغانستان ته را وګرځي، په نورو هېوادونو کې د احتیاج حالت کې افغاني غرور او حیثیت نه پاتې کیږي..»
د جون ۲۰ په ټوله نړۍ کې د پناه غوښتونکو حقونو ته د درناوي په موخه د ملګروملتونو له لوري د پناه غوښتونکو د نړیوالې ورځې په توګه نومول شوې ده.