د کورنیو چارو وزارت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت طلوع نیوز ته وايي، له درېیو میاشتو راهیسې یې په هېواد کې پر نشه يي توکو څه باندې ۲۰ زره روږدي کسان راټول کړي دي.
د دغه معینیت د دفتر رييس زیاتوي، له دغو شلو زره روږدو کسانو شاوخوا ۵ زره یې یوازې له کابله راټول شوي دي.
له نشه يي توکو سره د مبارزې معینیت د دفتر رییس، حسیب الله احمدي وايي: « په کابل کې په تېرو درېیو میاشتو کې ۵ زره روږدي راټول شوي دي، له دې منځه شاوخوا ۲زره او سل روږدي له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته سپارل شوي دي.»
محمد خالد د کورنۍ مشر زوی دی او له دوو کلونو راهېسې یې د نشه يي توکو کارونې ته مخه کړې ده.
نوموړی چې په دې مرکز کې نورو ته زده کړې ورکوي وایي چې څلویښت ورځې کیږي په دې مرکز کې تر درملنې او ساتنې لاندې دي.
تر درملنې لاندې روږدی، محمد خالد وايي: «موږ یې د کور له مخې راپورته کړو او اغوش کمپ ته یې راوړو. اوس شاوخوا ۴۰ ورځې کیږي چې په دغه کمپ کې یو.»
دا د یاد مرکز یوه خونه ده چې څه باندې ۸۰ تنه پکې د دیني زده کړو په ترلاسه کولو بوخت دي.
یو شمېر روږدي وایي چې ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالۍ پر مهال د نشه يي توکو په کارونه اخته شوي دي.
ميرفضل الله چې تر درملنې لاندې دى، طلوع نيوز ته وويل: "زه نشم کولاى چې د نورو روږدو په څېر په عام محضر کې نشه يي توکي وکاروم.ما په ډېر مشکل او په قاچاقي ډول په موټر سايکل سپاره چې چاريکار ته ولاړم او له هغه ځايه به مې په پټه توګه مواد را ايستل، څو څوک مې ونه ګوري."
په نشه يي توکو يو بل روږدي احسان الله وويل: "ځوانانو ته زما مشوره دا ده چې په دې کار کې لاس نه وهي ځکه چې د هغوى برخليک به زموږ په څېر خراب شي. زه د خپلې کورنۍ په اړه نه پوهیږم او موږ دلته یوو او هیڅ هم نه پوهیږي.
د آغوش روغتیايي مرکز مشر حکمت الله وويل: "موږ شاوخوا څلور، پنځه يا شپږ مسلکونه لرو، چې د بوټانو جوړول، کڅوړې جوړول، خياطۍ او برېښنا انجنيري شامل دي."
دا په داسې حال کې ده چې د مسوولینونو په وینا په دې مرکز کې روږدو ته د دیني زده کړو ترڅنګ حرفوي برخو لکه، خیاطي، بوټ ګنډل، بکس ګنډل او د برېښنا انجنیري کې هم روزنه ورکول کیږي.
په دې اړه مو اندونه