Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

څه کم لس ورځې د دوحې تر ۳مې غونډه؛ د ا.ا ګډون کوونکي لا څرګند نه دي

سره له دې چې، د دوحې د درېیمې غونډې جوړېدو ته څه کم لس ورځې پاتې دي؛ خو لا هم روښانه نه ده چې، په دغې غونډه کې د سرپرست حکومت په استازولۍ څوک څوک ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت درېیم سیاسي رييس سره له دې چې، په یاده غونډه کې د اسلامي امارت د استازو د ګډون پخلی کوي؛ خو زیاتوي، لا هم روښانه ده چې، په یاده غونډه کې به په کومه سطحه استازي ګډون وکړي.

ذاکر جلالي وايي چې د افغانستان لپاره د ځانګړو استازو غونډه به په دوحه کې د ملګروملتونو د لوی منشي د مرستیال په مشرۍ ترسره شي.

د بهرنیو چارو وزارت دریم سیاسي رییس، ذاکر جلالي وايي: (افغان حکومت هم پخوانۍ اجنډا او ترکیب ته په پام چې له اسلامي امارت سره شریک شوی د یو پلاوي د لیږلو پریکړه کړې، خو لا هم روښانه نه ده چې اسلامي امارت به دغه غونډه کې په کومه کچه ګډون وکړي، د غونډې اجنډا ښيي چې بحثونه به د خصوصي سکتور، مالي او بانکي مسایلو او له نشه يي توکو سره د مبارزې او معیشت د بدیل په تړاو را وڅرخي، افغان حکومت له لویدیځ هېوادونو سره د رغنده تعامل پلوی دی لکه څنګه یې چې له ګاونډیو او د سېمې له هېوادونو سره پرمختګونه لرلي دي.)

د سیاسي چارو شنونکي، سید اکبر سیال وردګ وايي: «که په دغه غونډه کې بیا د افغانستان د قضیې په تړاو پرېکړه کیږي نو دغه غونډه د افغانستان او نړۍ لپاره مهمه ده چې دغه معضله ورسره حل شي.»

دغه دوه ورځنۍ غونډه د جون په ۳۰ او د جولای په لومړۍ نېټه د قطر په دوحې ښار کې جوړیږي.

اسلامي امارت هم ویلي وو چې په دغه غونډه کې به د سرپرست حکومت پلاوی هم ګډون وکړي.

د سیاسي چارو یو شمېر کارپوهان دغه غونډه د افغانستان او هغه د مسلې د حل لپاره مهمه ګڼي او له اسلامي امارته غواړي چې له دې فرصته ګټه پورته کړي.

د سیاسي چارو شنونکي، صدیق منصور انصاري و ویل: «هڅه باید وشي چې له دا ډول فرصتونه په اعظمي ډول استفاده وشي او دا ډول غونډې د امن او پرمختګ په موخه، یوازې د افغانانو لپاره نه بلکې د سیمې او نړۍ لپاره اغېزناک تمام شي.»

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د ملګروملتونو سیاسي مرستیال هم کابل ته د سفر او د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو په لړ کې ویلي وو چې د دوحې په دریېمه غونډه کې به د مالي، بانکي، له نشه يي توکو سره د مبارزې او اقلیمي بدلونونو په تړاو بحثونه وشي.

خو لا هم روښانه نه ده چې په دغه غونډه کې به پر سیاسي او د بشري حقونو پر موضوعاتو بحث وشي که نه؟

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه