په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان ځانګړې استازې رزا اوتونبایوا د جمعې پر شپه د امنیت شورا په غونډه کط ویلي چې له «طالبانو» سره تعامل هغوی ته د مشروعیت ورکړې په معنا نهدی.
د یوناما د رییسې په وینا، د دوحې غونډې ډېرې تمې راټوکولې دي چې، دغه تمې په واقعي بڼه په یوې غونډه کې نهشي پوره کېدای.
رزا اوتونبایوا ویلي:«دا مهمه ده چې، د دوحې په غونډه کې واکمن چارواکي ګډون وکړي؛ خو واکمن چارواکي باید تر هغو په رسمیت ونه پېژندل شي چې، د ښځو پر حقونو، د ښځو پر زدهکړو او د منل شوي اساسي قانون پر جوړېدو یې غور نهوي کړی او تمې دا دي چې، په دې غونډه کې د ښځو حقونو پر لګول شويو محدودیتونو د پاموړ بحث وشي.»
په ملګرو ملتونو د افغانستان د دایمي استازولۍ استازی نصیر احمد فایق هم څرګندوي:«موږ پر دې باور یو چې، یوه ډېره اغېزناکه او یوه موټي تګلاره لکه څنګه چې یې د ارزونې په راپور کې غوښتنه شوې، پر بشري ناورین پر سیاسي بهیر او د بشري حقونو پر وضعیت په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو د کار او زدهکړو پر حق دوامداره او موازي تمرکز ته اړتیا لري. موږ په ځلونو ټینګار کړی چې، نړۍوال تعامل باید اصولي وي او د ملګرو ملتونو د منشور او د بشري حقونو د نړۍوالې اعلامیې له اصولو او اهدافو سره سم وي.»
په دې غونډه کې د امريکا متحده ايالتونو استازې د دوحې په درېيمه غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د استازو پر ګډون ټينګار وکړ او زياته يې کړه چې، بشري حقونه بايد د نړۍ له لومړيتوبونو ونوځي.
د امریکا د متحده ایالاتو د استازي مرستیال وايي:«موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چې، ښځې او مدني ټولنه د دوحې په غونډه کې ګډون وکړي او د ځانګړو استازو په غونډه کې چې، تر راروانو څو اوونیو جوړېږي، باید د هغوی غږ وي. د هغوی اندېښنې باید په ټولو هغو مشورو کې شاملې شي چې، د افغانستان په تړاو ترسره کېږي.»
د جاپان استازی هم وايي، افغانستان او ګاونډي هېوادونه یې په یوازې سر له اقلیمي بدلونونو، د نشهیي توکو له قاچاق او ترهګرۍ سره مبارزه نهشي کولای او نړۍواله ټولنه هم باید په دې برخه کې له سرپرست حکومت سره همکاري وکړي.
د جاپان استازی زیاتوي:«هغه ناورین چې، افغانستان ورسره مخ دی یوازې په اقلیمي بدلون پورې محدود نهدی او په دې کې د مخدره توکو له قاچاق سره مبارزه، له ترهګرۍ سره مبارزه، د ښځو د کار او زدهکړو مسئله شامله ده چې، دا ننګونې افغانستان او د هغه ګاونډي هېوادونه په یوازې سر نهشي حل کولای؛ خو نړۍواله ټولنه یې کولای شي او باید همکاري وکړي.»
د ایران او پاکستان استازي له افغانستانه د ترهګریزو ګواښونو په تړاواندېښمن دي، د ایران استازي وايي چې، هېواد یې په اغېزناکه توګه د ترهګرۍ په کابو کولو کې د سرپرست حکومت پر وړتیا شک لري. خو هغه له سرپرست حکومت سره تعامل د سیمې د ثبات او سولې لپاره مهم بولي.
د ایران استازي ویلي:«د افغانستان له دننه ترهګریزو ګواښونو ډېرې اندېښنې راپارولي دي. ایران د دغو ګواښونو په کابو کولو کې د واکمنو چارواکو پر وړتیا شک لري. ښاغلی رییس له واکمنو چارواکو سره د نړۍوال تعامل دوام د سیمې د سولې او ټيکاو لپاره حیاتي دی.»
ورته مهال، په دې غونډه کې د روسيې استازي هم وويل چې، له طالبانو سره له خبرو پرته په افغانستان کې دايمي سوله ناشونې ده.
د روسیې استازی زیاتوي:«د اوږد مهالې او پایېدونکې سولې رامنځته کېدل د مسایلو په لویې برخه کې له سرپرست حکومت سره له تعامل پرته ناشوني دي او په دې برخه کې بله هېڅ لار نشته.»
په دې غونډه کې د هند استازي د ټولګډوني حکومت پر جوړولو ټینګار وکړ او د بریتانیا استازي هم د افغانستان لپاره د ځانګړي استازي د ټاکلو په تړاو د امنیت شورا د ۲۷۲۱ پریکړه لیک پر تطبیق ټینګار وکړ.
د بریتانیا استازی وايي:«موږ له ملګرو ملتونو غواړو چې، د ځانګړي همغږي کوونکي لخوا د هغې ارزونې د وړاندیزونو پرمختګ ته دوام ورکړي چې، د ځانګړې همغږي کوونکي لخوا برابرې شوه ده. په بېړنۍ توګه یوه استازي ته اړتیا ده څو نړۍواله ټوله سره همغږي کړي او د افغانستان ننګونې تر ټولو ټيټې کچې ته ورسوي.»
د دې غونډې په پای کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې روزا اتنبایوا په یوه خبري غونډه کې ویلي چې، د دوحې د غونډې په دویمه ورځ به په دې غونډه کې د ښځو استازې هم ګډون وکړي.
اسلامي امارت د امنیت شورا د غونډې په تړاو څه نهدي ویلي؛ خو په افغانستان کې یې د امنیتي پېښو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتونو د سر منشي درې میاشتنی راپور رد کړی دی.
په دې اړه مو اندونه